google36091df1dc448a68.html استاذ ګلزمان
  • Symposium Media

استاذ ګلزمان

اسدالله شریفي


استاذ ګلزمان نن د بیمارۍ په بستر کې له غریبۍ او بیوزلۍ څخه سر ټکوي او د خپل فیزیکي ژوند د پایلي په درشل کې دی. هغه د پښتو ژبې یو خوږ ژبی او پرمخ تللی سندرغاړی او آهنګ جوړوونکی دی. پښتو ژبې ته د استاد ګلزمان خدمتونه نه هیریدونکي دي. خو له بده مرغه، ځیني درې ژبې افغانان په استاد ګلزمان باندي ملنډې وهې، هغه ته توهین کوي او په سپکو سپورو يي یادوي. د دوی دغه عمل د خندا لپاره نه دی. ځینی درې ژبې افغانان دغه کار په شعوري توګه کوي او غواړي چې د پښتنو هنرمندان سپک او د دوي هنري اغیز کم کړي.

استاد ګلزمان خپل ټول عمر پښتو ژبې ته د خدمت لپاره ورکړی دی. هغه ډیری درې ژبې افغانان دي ته هڅولي دي چې پښتو سندرې وبولي. استاذ ګلزمان ته سپکاوی پښتو ژبې او پښتنو ته سپکاوی دی. پښتانه لیکوالان، روڼ اندان، هنرپوهان، او عامه وګړي باید د ځینو تبعیضي کړیو مخه ونیسي او غاښ ماتوونکي ځوابونه ورته ووايي.

استاذ ګلزمان یو اصلی Original هنرمند دی. هغه د هند او یا هندوانو تقلید نه دی کړی. استاد ګلزمان په خپل خصوصي ژوند او هنري ژوند کې یو اصیل کلیوال پښتون پاته شوی دی. پښتو ژبې ته د استاذ ګلزمان خدمتونه تلپاتې بڼه لري. خپل هنرپوهان مو ونازوی. مه پریږدی چې ستاسو د ژبو دښمنان هغوی ته په سپکه سترګه وګوري.


پښتانه او درې ژبې ټول د افغانستان وګړي دي. هر هغه څوک چې هرې ژبې ته سپکاوی کوي د افغانستان د ملي هویت او ملي یووالي دښمنان دي او باید چې مخه يي ونیول شي. درې ژبې افغانان هم باید د هغه شومو درې ژبیو مخه ونیسي چې پښتو ژبې ته په سپکه سترګه ګوري.



0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada