google36091df1dc448a68.html افغانان باید د خپلو سرونو او شتمنیو په بیه له اوسني نظام څخه ساتنه وکړي
  • Symposium Media

افغانان باید د خپلو سرونو او شتمنیو په بیه له اوسني نظام څخه ساتنه وکړي

لیکوال: اسدالله شریفي


د طالبانو اوسنۍ جګړه د دوی د پخوانۍ جګړې سره ستر توپیر لري. کله چې طالبان د لمړي ځل لپاره په افغانستان کې حکومت ته ورسیدل، افغانان د جهادي قوماندانانو له لاسه تر پزې رسېدلي وو. کله چې طالبانو په کندهار کې د پنجوايي ولسوالۍ د سنګسار له کلي څخه، چې ملامحمد عمر پکې د مدرسې ملا و، پاڅون وکړ، د کندهار دردمن اولس دوی ته غیږه پرانیستله. ملا نقیب آخندزاده، چې هغه مهال د کندهار ولایت د امنیت قوماندان و، د طالبانو هرکلی یې وکړ. کندهار ډیر ژر د طالبانو په لاس کې کېووت. اولس له طالبانو سره یو ځای شو. جهادیانو ماتې وخوړه، او خپلو بادارانو ته ور وتښتیدل.

افغانستان ته د نړیوالو ځواکونو له راتګ سره، یو هر اړخیز نظام جوړ شو. سړکونه پاخه شول. ښونځیونه په عصري ډول ورغیدل. په افغانستان کې د یوه نوي دیموکراټیک نظام نهالګی کیښودل شو. مخابراتي سیستم جوړ شو. تلویزیوني او راډیویي خپرونو خورا پراخه وده وکړه. له بهرنیو هیوادونو څخه افغانستان ته د بریښنا مزي وغځیدل. ځوانانو پوهنتوني زده کړې وکړې. سفرونه يي وکړل. اروپا، امریکا، دوبۍ، هندوستان، او نور پر مخ تللي هیوادونه يي ولیدل. خو تر ټولو لوی او بنسټیز تغییر په افغانستان کې د یو جامع اساسي قانون تصویب و. نوموړي قانون د هر وګړي حقونه او ماسولیتونه په ګوته کړل. افغانستان له تیندکونو څخه د رڼا په لور ګامونه پورته کول چې ناببره د افغانستان قسم خوړلیو دښمنانو د پاکستان له پولې څخه بیا په افغانستان کې د ترهګرۍ بنسټ کیښوود.


د طالبانو دوهم پاڅون، نه افغانی و او نه هم د افغانانو په ګټه و. نوموړی پاڅون د افغانستان د قسم خوړلیو دښمنانو په لمسون او مرسته تر سره شو. په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو شتون، چین، ایران، روس او پاکستان ته د زغم وړ نه و. د دغه هیوادونو استخباراتي ادارو، طالبان په وسلو او سیاسي سلامشورو سمبال کړل. طالبانو د افغانستان د دښمنانو په لمسون او مرسته، نوي افغاني نظام ته لوی خنډ را مینځ کړ. ښوونځي او ښوونیز مرکزونه يي وسوځول. پلونه یې ویجاړ کړل او سړکونه يي ونړول. جونې او هلکان يي د پوهې او علم له نعمت څخه بې برخي کړل. لسګونه زره بیګناه افغانان يي د مرګ کندې ته وسپارل. ځان مرګي بریدونه يي په افغانستان کې رواج کړل. افغان وژنې ته يي د جهاد نوم ورکړ.

کله چې له امریکې سره د طالبانو د سولې معاهده له ماتې سره مخامخ شوه، طالبان د مشوري لپاره، ایران، پاکستان، روس، او چین ته ستانه شول. طالبانو غوښتل چې افغانستان د تودې لمړۍ په څیر ژوندی او اسانه وخوري. خو، امریکا او افغان حکومت د طالبانو په موخه وپوهېدل. نړۍ ته دا هم ثابته شوه چې کوم هیوادونه په حقیقت کې د طالبانو تر شا ولاړ دي. اوس چې د طالبانو له هویت څخه پرده پورته شوه،‌ دوی د ورکو څارویو په څیر د خپلو بادارانو په کوڅو کې لالهانده ګرځي.‌ طالبانو ډیر کوښښ وکړ چې د افغانستان نظام ړنګ کړي، او پر ځای يي یو موقت (لنډ مهاله) حکومت را مینځ ته کړي.‌ دا د ډاکټر نجیب د حکومت تر نسکورېدو وروسته د پاکستان تجربه وه. پاکستان، دا ځل د چین، ایران، روس، او پاکستان په مټو غوښتل چې افغانستان له خاورو سره سم کړي.‌ خو د افغانستان بیدار او هوښیار ملت د دوی دغه شوم پلان شنډ کړ. د دغه کړنې پر بنسټ، طالبانو خپله اصلې څېره نړۍ ته برالا کړه. طالبانو، افغانانو او نړیوالو ته وښودله، چې دوی د چا په لمسون په افغانستان کې جنګیږي.

د افغانستان د اوسني نظام نړیدل، یوازې او یوازې د افغانستان د قسم خوړلیو دښمنانو په ګټه دی. افغانان باید د خپلو سرونو او شتمنیو په بیه، له اوسني نظام څخه ملاتړ وکړي. که چیرته خدای مکړه دا ځل، دغه نظام ونړېده، نو افغانان به کله هم د خپلواکۍ خوند ونه څکي. اوسنی نظام، د افغانستان د ملت لپاره د خلاصون یوازېنۍ لاره ده. نړۍ اوس وپوهېده چې کرزی، عبدالله عبدالله، طالبان، حکمتیار، د هزاره ډلو مشران، له چا سره ولاړ دي. هغو کسانو چې د سولې تر نامه لاندي یې د روس په غولي پښه کیښوده، نړۍ وپیژندل چې د چا ګوډاګیان او پوڅه خواره دي.‌ نن، ټول هغه کسان چې روس ته د سولې لپاره تللي وو، په یو عجیب دردوونکي سکوت کې ډوب دي. ځکه دوی سیاسي ماته وخوړله او د افغان ځوریدلي اولس ته وشرمیدل.


د یو سوکاله، ښېرازه، او خپلواک افغانستان په هیله!

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada