google36091df1dc448a68.html افغانستان بیا وپلورل شو
  • Symposium Media

افغانستان بیا وپلورل شو

اسدالله شریفي


وروسته له هغه چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې خبرې پای ته ورسیږي او هوکړه لیک مهر شي، تاریخ به بیرته په دایروي شکل تکرار شي. امریکا به له افغانستان څخه ووزي او د خپل هیواد او خلکو د خوندیتوب لپاره به رسمي معاهدې لاسلیک کړي. افغانستان به روس، ایران، او پاکستان ته وسپاري. له بده مرغه، پخواني دښمن به بیرته دوستان شي. د میلیونونو انسانانو وژل به هیر شي. مجاهدین به له روس سره غاړه غړۍ شي. امریګا به د یوه قسم خوړلي دښمن عنوان پیدا کړي، او افغانان به په خپلمنځي کړکیچونو کې ښکیل شي. پښتون به بیا په بیلابیلو ټوټو وویشل شي. قومي او منطقوي کشمکشونه به زور ونیسي، او د خوار افغانستان حالت به ورځ تر بلې په تیارو کې لاهو شي.


"وروسته له هغه چې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې خبرې پای ته ورسیږي او هوکړه لیک مهر شي، تاریخ به بیرته په دایروي شکل تکرار شي."


روس په افغانستان کې خپل فرهنګي مرکزونه بیا ورغول، او د امریکې سره يي په پټه کې د افغانستان پر سر مسئولیت ته غاړه کیښوده. اوس بیا یو نامالوم شمیر افغان پوځیان او محصلین د لوړو زده کړو لپاره روس ته استول شوي دي. روس په مزار شریف، کابل، کندهار، او هرات کې خپل فرهنګي مرکزونه پرانیستل. امریکا د پاکستان، چین، روس، او ایران له طالبانو سره په جدي خبرو اترو کې ښکیله ده. د افغانستان لپاره اوس نوی بادار هم مالوم شو. د پوټین او ټرمپ د ملګرتیا پایله، روس ته د افغانستان تسلیمول او سپارښت دی. امریکا اوس له روس، ایران، چین، او پاکستان څخه یوازي دوه شیان غواړي. یوه د دوی د پوځیانو خوندي وتل او بل په راتلونکې کې د امریکا او اروپا پرضد د افغانستان د ځمکې نه کارول دي. کولی شو چې دریم اصل هم ورباندي اضافه کړو، هغه به د نشه يي توکو تو کرل او بهر ته استول وي.


په حقیقت کې د نشه يي توکو د کرهڼې مخنیوی د روس غوښتنه ده. ځکه روس له دغه موادو څخه تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی. همدا اوس په روسیه کې پنځه میلیونه انسانان په نشه يي توکو روږدي دي. د طالبانو له راتګ سره سم به د نشه يي توکو پر ضد یوه فتوا صادره شي، او د دغه کرهڼې مخنیوی به ونیول شي. د دغې فتوا په بدل کې به روس طالب مشرانو ته میلیارډونه ډالر ورکړي.


په پای کې باید وویل شي چې روس، پاکستان، ایران، او امریکا به ټول ګټونکي شي، او افغانان به له لویدیځ یرغل څخه بیا هم ناکام ووزي. د افغانانو دوه میلیونه یتیمان، کونډي، معیوبین او معلولین، کډوال، او د ښځو حقوق به ټول پایمال شي. په کابل کې به یو ضعیف حکومت را مینځ ته شي، چې د روس، امریکا، اروپا، ترکیې، چین، ایران، او عربو ګټې خوندي وساتي. د هند اړیکې به له افغانستان سره مخ په ځوړ شي. د افغانانو ګټې به هیرې شي او د پردو ګټې به وساتل شي.

10 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada