google36091df1dc448a68.html امریکا آیت الله خامنهء او دهغه دفتر تحریم کړل
  • Symposium Media

امریکا آیت الله خامنهء او دهغه دفتر تحریم کړل

لیکوال: اسدلله شریفي:

ولسمشر ټرمپ پر ایران باندې د نوېو او زورورو تحریمونو اجرايي فرمان لاسلیک کړ. ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې د ایران داسلامي جمهوریت مشرآیت الله خامنه ي او د هغه دفتر به له دغه بندیزونو څخه ازاد نه وي.

د متحده ایالتونو د اقتصاد وزیر سټیو منوچین وویل چې په دغه بندیزونو کې د ایران د سپاه پاسداران څو لوړ پوړي چارواکې هم شامل دي.


سټیو منوچین زیاته کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف به هم ډیر ژر په دغه بندیزونو کې ګډ کړای شي.


د امریکا د اقتصاد وزارت د اعلامیې پر بنسټ، علی رضا تنګسیری، د د سپاه پاسداران د سمندریزو ځواکونو اعلا قوماندان، محمد پاکپور د سپاه د ځمکنیو ځواکونو اعلا قوامندان، او امیرعلي حاجي زاده، د سپاه پاسداران د هوايي او فضايي ځواکونو اعلا قوماندان، هغه قوماندانان دي چې په دغه نویو بندیزونو کې شامل شوي دي.


د امریکا د اقتصاد وزارت وايي: "هرهغه بهرنۍ مالي ټولنه او یا بنسټ چې په پوهه، له هغې اورګانونو سره چې تر دغه بندیزونو لاندي راغلي دي، معامله وکړي، د امریکا له اقتصادي کړۍ څخه به و ایستل شي."


نور جزیات وروسته خپریږي ...


0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada