google36091df1dc448a68.html بښنه تر غچ اخیستلو زوروره ده
  • Symposium Media

بښنه تر غچ اخیستلو زوروره ده

د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپتمبر د مېایشتې په شپږمه، امبر ګایجر، د امریکې د تګزاس ایالت د ډالاس د ښار د پولیسو د ځواک غړې، د د بوتام جین کورته په ناپامه توګه ننوتله. ګایجر او جین په یوه ساختمان کې خو په مختلفو دهلیزونو او پړاوونو کې اوسیدل. ګایجر چې له دندې څخه را ستنه شوې وه، د جین اپارتمان ته ننوتله، او هلته يي یو تور پوستی سړی ولید. د ګایجر له خولې، هغه سخته وبیریده او فکر يي وکړ چې کور ته يي څوک ننوتلي دي. خپل تمانچه يي په بېړې سره را وایستله او په جین باندي يي ډزې وکړي. جین يي په خپل کور کې وویشت او مړ يې کړ.




نن د ۲۰۱۹ میلادي کال د کتوبر د میاشتې په دویمه نېټه، د دالاس د ښار په یوه محکمه کې ګایجر په ۱۰ کاله بند محکومه شوه. د جین (مقتول) کورنۍ بیلابیلې خبرې وکړي.‌چا ګایجر ته د خپل زړه دردونه وویل، او چا ورته د دوزخ غوښتنه وکړه. کله چې د جین د کشر ورور، برانټ جین، ګایجر (قاتلې) ته وکتل او روته ويي ویل:

"زه هېله کوم چې ته خدای ته ولاړه شي. زه پوهیږم چې تا په تیر ژوند کې هرو مرو بد کارونه کړي دي. موږ ټولو بد کارونه کړي دي. خو که ته چیرته په خپلو کړنو د زړه له تل څخه پښېمانه وي، ما ته (زما د ورور په وژلو) بښلې يې. زه پوهیږم، که چیرته ته خدای ته ورشي، او له هغه څخه بښنه وغواړي، خدای به تا وبښي."

ځوان جین په لړزیدلي غږ کې زیاته کړه:




"زه د خپلې کورنۍ لخوا څه نشم ویلی، خو له خپله اړخه درته وایم، زه د نورو انسانانو غوندې، ستا سره مېنه لرم. زه نه وایم چې کاشکې ته زما د ورور په څیر، مړه او خوسا شي. زه د ځان لخوا ستا لپاره د غوره ژوند هېله کوم. او ما هیڅکله نه غوښتل چې د خپلې کورنۍ او نورو خلکو تر مخ دا ووایم، خو زه حتی نه غواړم چې ته جیل ته ولاړه شې. زه ستا لپاره د غوره ژوند هېله کوم. ځکه زه پوهیږم چې زما ورور بوتام به هم ستا لپاره د غوره ژوند غوښتنه کوله.... بیا هم، زه د یوه انسان په څیر ستا سره مینه لرم. زه ستا لپاره د هیڅ ډول بدو غوښتونکی نه یم."

په داسي حال کې چې له اوښکو ډکې سترګې يې په خپلو ګوتو پاکولې، ځوان جین، د محکمې قاضي ته وکتل او ويي ویل:

"زه نه پوهیږم چې دا به امکان ولرې او که نه، ایا کولی شم چې یوه غیږ ورکړم، هیله کوم؟"



قاضي د جین خبر ومنله، او جین يي پریښود چې د خپل ورور تر قاتله لاسونه تاو کړي او هغه وبښي. په محکمه کې، تر قاضي پوري، ټولو خلکو، ژړل. دا ځکه چې بښنه تر نفرت زوروه ده.



0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada