google36091df1dc448a68.html بېلې لارې، بېل خیالونه
  • Symposium Media

بېلې لارې، بېل خیالونه

Updated: Apr 11, 2019

په لوېدیځ کې د والدینو او ماشومانو تر مینځ واټن


لیکوال: اسدالله شریفي

په ختیځ کلتور کې د میندو او پلرونو لخوا د ماشومانو روزل له هیلو او امیدونو څخه ډک بهیر دی. میندې او پلرونه غواړې چې ماشومان يي لوی شی، سبق به ووايي، د ښو کارونو خاوندان به شې، ودونه به وکړي، او ګوندې وې چې د خپل مور او پلار درد به ورباندي دوا شې. په یو حساب، د ښو زامنو او لورانو لویول، د خپلو پلرونو او مورانو لپاره یوه بيمه غوندې ده. په ماشومتوب کې پلرونه او موراني د خپلو بچیانو ساتنه کوي، او بیا په زړتوب کې بچیان مور او پلار ساتي. خو په لوېدیځه نړۍ کې بیا داسې نه ده. هلته، زامن او لوڼې د خپل ژوند لپاره په خپله پرېکړې کوي. پلار او مور د دوی په تصمیمونو کې هېڅ ډول لاسوهنه نشي کولی. ځکه چې هر سړی خپل قانوني حق لري.


په کاناډا او امریکا کې یوهلک او نجلۍ حق لري چې په ۱۶ کلنۍ کې د خپل همزولي (هلک له نجلۍ او نجلۍ له هلک) سره جنسي اړیکه ونیسي. خو د هلک او نجلۍ قانوني سن نباید چې اتلسو کلونو ته رسیدلی وی. په آلمان کې بیا دغه سن ۱۴ کاله ټاکل شوی دی. په اتلس کلنۍ کې نر او ښځه د خپل ژوند لپاره د کامل تصمیم حق لري. دا چې له چا سره اوسېږي، چېرته اوسېږي، او څه کوي د بالغ هلک او نجلۍ قانوني حق دی. والدین هېڅ حق نلري چې د دوی ممانعت وکړي. دا قانون که څه هم د لوېدیځوالو لپاره یو منل شوی اصل دی، خو ختیځوال بیا له دغه قانون سره لویه ستونزه لري.


میندې او پلرونه په ختیځ فکر کې دي، خو د دوی اولادونه لوېدیځ خیالونه لري. ښوونیز مرکزونه، پوهنتونونه او کارځایونه، ټول په لوېدیځ سیستم روان دي. په ماشومتوب کې دغه ستونزه یو څه کمه ده، ځکه چې ماشومان د ودې په حال کې وي. خو کله چې ماشومان له ۱۴ کلونو واوړي، نو ستونزې هم ورسره زور ونیسي. په دغه شان چاپېریال کې د ماشومانو روزل او د خپل فرهنګ ساتل څنګه شوني دي؟ میندې او پلرونه باید کار وکړي تر څو د ژوند لګښتونه پوره کړي. کله چې ماښام کور ته را غبرګ شي، نو ستړي ستومان وي او د بچیانو سره د خبرو اترو شيمه نلري.

په داسي شرایطو کې چې د ماشومانو مخ د لوېدیځ په لور او د والدینو مخ د ختیځ په لور وي، څنګه به خلک خوشاله شي؟ تریخ حقیقت خو دادی چې، اولادونه او د دوی میندې او پلرونه، یو بل ته شا په شا ولاړ دي. څومره چې ماشومان لویږي، همدومره د دوي تر مینځ واټن زیاتېږي. ماشومان لوېدیځه خپلواکي غواړې او والدین بیا د ختیځ کلتور تابع دي. والدین، د خپلو هیوادوالو تر مینځ د خپلو ماشومانو په سلوک زېړزبېښلي وي، او ماشومان بیا د خپلو لوېدیځو ملګرو تر مینځ د خپلو والدینو په کړو وړو باندي شرمیږي. په یوه کور کې دوه متضاد کلتورونه په ټکر کې دي. د دغه فرهنګي ټکرونو پایله څه ده؟

پاېله يې د میندو او پلرونو د زړونو ماتېدل دي. میندې او پلرونه فکر کوي چې د کلونو کلونو خوارۍ يې اوبو وړې دي. په بله ژبه، د والدینو خیالي ماڼۍ د نه لیدونکو سیلاوونو په څپو کې وېجاړیږي، او دوي يي د ساتنې توان نلري. دلته ګناه د چا ده؟


که څه هم چا ته باید ګوته و نه نیول شي، خو پلرونه د ماشومانو په روزنه کې ډیر رول لري. لاکن، لوېدیځ مېشتي پلرونه په کارونو کې ښکېل شي او د ماشومانو روزنې ته يي پام نه وي. کله چې د څو کلونو په اوږدو کې ماشومان لوی شي، نو میندې او پلرونه په د ژور خپګان او یا عصبي شوک سره مخامخ کېږي. بیا نو د دغه سیلاو وړې ماڼۍ ساتل امکان نلري. په ماشومتوب کې خپل اولادونه په تلوېزیون، آی پډ، آیفون او نورو بریښنايي سامانونو لویوي. په ځوانۍ کې د دوي لوڼې او زامن، د پلار او مور په ژبه نه پوهیږي. ځکه پلار او مور له دوی سره په ماشومتوب کې ناغېړي کړې وي.


بل خوا لویدیځ قانون داسي دی چې مور او پلار ته د ختیځ په څیر د ماشوم روزنې اجازه نه ورکوي. ماشومان په حقیقت کې د دولت ملکیت او شتمنې ده. که چیرته یو پلار او یا مور له خپلو ماشومانو سره لږ په قار چلند وکړي، نو د حکومت لخوا جیل ته استول کیږي. نو پلرونه او مورانې باید له خپلو ماشومانو سره سړې اوبه پو کړې او خپله ژبه تر غاښونو لاندې ونیسي.

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada