google36091df1dc448a68.html حکیم اکا‌، درېمه برخه: خوشحال خټک
  • Symposium Media

حکیم اکا‌، درېمه برخه: خوشحال خټک

Updated: Apr 19, 2019

لیکوال: اسدالله شریفي حکیم اکا: درېمه برخه


خوشحا خټک: د پښتو ژبې نومیالی شاعر او جنګیالی

کلیوال: حکیم اکا، ستړی مشي.


حکیم اکا: واه ه ه ه! خوار شې و دي بیرولم!حکیم اکا! حکیم اکا! څه چل دی؟ څه شی غواړي؟ تل لکه سیوری زما تر شا ولاړ وې! بل کار او روزګار نلری؟


کلیوال: راته ګران يې نو ځکه دي تل لټوم. د چا سره دې خبرې کولې؟


حکیم اکا: له هیچا سره مي خبرې نه کولې. له چا سره مي خبرې کولې؟


کلیوال: قسم چې له چا سره خو دې خبرې کولي. زه چې راغلم نو چوپ شوي. ګوره، زما ستا په مینتوب باندي ډیر شک دی. زه پوهیږم چې ته څومره ځوریږي. د مینې رنځ خورا دردناک رنځ دی. نه يي چا ته ویلی شي، او نه يي هم پټولی شي. لکه د ناسور زخم تل په وینو لړلی وي. حکیم اکا، بیا هم ما ته ووایه چې دا بختوره څوک ده چې ته يي دومره په غم کې ځوریږي. گوره په ټول کلي کې یوازي زه یم چې ستا تپوس کوم. نو ته باید پوه شي چې زه ستا ریښتینی دوست یم.


حکیم اکا: عجیب زورور خلک یاست. په یو چا باندي بې ځایه تهمتونه کوی. زه مین نه یم. نه یم! نه یم! څو ځله درته ووایم؟


کلیوال: نو له چا سره دي خبرې کولي؟


حکیم اکا: تا خو زه لیونی کړم. لیونی! د خوشحال خټک سره مي خبرې کولې.


کلیوال: هههههههه! د خوشحال خټک سره دې خبرې کولې؟ خوشحال خټک ستا کوم خیالې ملګری دی که څنګه؟ که ستا موخه هغه شاعر خوشحال خک وې هغه خو ۳۳۰ کاله کیږې چې په حق رسیدلی دی. یاره حکیم اکا سخت را ته ګران يې. خبرې دې ساده دې خو خوندورې دې! نو دا را ته ووایه چې له خوشحال خان خټک سره دې څه مرکه وه؟ څه مو سره وویل؟


حکیم اکا: هو موخه مې هماغه پخوانی شاعرخوشحال خټک دی. که څه هم هغه تا ته مړ بریښي، خو ما ته ژوندی دی. ستا په ککره کې دومره څه نشته چې د مړه او ژوندې توپیر وکړي. مړی هغه دی چې نوم يي مړ وي. نښان يي مړ وي.

کلیوال: ګوره حکیم اکا، بیاد دې په ما ګوزار وکړ. را ته ووایه چې خوشحال خان خټګ له تا سره څه وویل او دا څنګه امکان لري چې یو مړی له ژوندیو سره خبرې وکړي.


حکیم اکا: کتاب! سړیه، کتاب! خوشحال خټک زما سره د خپل کتاب په وسیله خبرې کوي. د هغه آواز زما او ستا په څیر په آسانۍ سره نه چوپیږي. هغه زما او ستا په څیر د وقت تابع نه دی. هغه وروسته له مړینې څخه هم زما او ستا سره خبرې کوي. د خوشحال خان خټک آواز د دغه کتاب په پاڼو کې د ابد لپاره خوندي دی. هغه ما او تا ته چیغې وهي. موږ هڅوي. موږ ته لا تر اوسه سبقونه راکوي. خو ته لا تر اوسه خام يي. ته لا د خوشحال خان خټک په آوز نه پوهیږي. غوږ شه چې هغه څه وايي:


هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده

اتفاق ورسره نشته ډیر ارمان د بهلول او د شیرشاه خبرې اورم چې په هند کې پښتانه وه پاچاهان

شپږ اووه پېړۍ يي هسي پاچايي وه چې په دوي پوري ټول خلک وه حیران


دا نور يي ته ولوله. گوندي وي چې د زړه سترگې دې ورباندي رڼا شي.


یا هغه پښتانه نور وو او دا نور شول یا د خدای دی اوس دا هسي شان فرمان که توفیق د اتفاق پښتانه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان


کلیوال: آی! حکیم اکا! خدای خو دې اجر درکړي. څه سمې خبرې ته مي دي پام کړ. زه خو رښتیا هم لکه د پسرلی چونجی تل په فیسبوک کې ننوتلی یم او کتاب ته مي هیڅ پام نه دی. دا خوشحال بابا خو سمې خبرې کوي. زه به خپلو ملګرو ته هم ووایم چې د فیسبوک او ډرامو په ځاي کتابونه ولولي! خداي پامان حکیم اکا!

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada