google36091df1dc448a68.html حکیم اکا، دوېمه برخه: د کتاب ژړا
  • Symposium Media

حکیم اکا، دوېمه برخه: د کتاب ژړا

Updated: Apr 19, 2019

لیکوال: اسدالله شریفي



کلیوال: حکیم اکا! ستړی مشي.


حکیم اکا: واه ه ه ه! خوار شي و دي بیرولم! حکیم اکا! حکیم اکا! څه چل دی؟ څه شی غواړي؟ تل لکه سیوری زما تر شا ولاړ وي! بل کار او روزګار نلری؟


کلیوال: راته ګران يي نو ځکه دي تل لټوم. څه دي کول؟


حکیم اکا: هیڅ مي نه کول. څه مي کول؟


کلیوال: ما خو ولیدي چې یو څه دي لوستل. زه دي چې ولیدم تر څادر لاندي دي پټ کړل. کوم لیک درته راغلی دی؟ ته ظالم حتما یوه معشوقه لري. ډیر غلی غلی ګرځي او تل یوازي ناست وي. حکیم اکا څه چل دی؟ زه خو دي ‌دوست یم. ما ته خپل د زړه حال ووایه. شاید چې زه وکولی شم، ستا سره مرسته وکړم.


حکیم اکا: او خدایه! او الله! ما ته خو له دغي تورې بلا څخه خوندي کړه. هره ورځ بل کار نلري لکه جنايي پولیس، زما شا يي نیولې ده. او خدایه صبر دي غواړم! عجیب زورور خلک دي. په یو چا باندي بې ځایه تهمتونه کوی. زه مین نه یم. نه یم! نه یم! څو ځله درته ووایم؟


کلیوال: خی څه شی دي لوستل؟


حکیم اکا: هیڅ مي هم نه لوستل، کتاب مي دلاسا کاوه.


کلیوال: هههههههه! ستا کتاب لکه چې کوم ماشوم دی چې ژاړي! یاره حکیم اکا سخت را ته ګران يي. خبرې دې ساده دې خو خوندورې دې! کله دي قلم ژاړي. کله دي کتاب ژاړي. زه خو یي نه آواز اورم، نه يي اسویلي اورم او نه يي اوښکې وینم.

حکیم اکا: ستا په سترګو او غوږونو خداي پردې غوړولې دې. ته کله د کتاب او قلم ژړا اوریدلی شي او اوښکې يي لیدلی شي؟ د کتاب د ژړا اوریدل د زړه غوږونو ته اړتیا لري، او لیدل يي د زړه سترگو ته. کوم څیزونه چې ته نلري.

کلیوال: ګوره حکیم اکا، ټوکې مه را سره کوه. زه کوڼ او ړوند نه یم. خو دا راته ووایه چې کتاب دي څه ویل او ولي دي دلاسا کاوه؟


حکیم اکا: کتاب ډیر خفه دی. پاڼې يي د مني د ګل په څیر ژیړې او د توییدو په درشل کې دې. بلبلان یي یا مهاجر شوي دي او یا يي هم مېنه هېره کړې ده. اوس د کتاب پر ځاي خلک له اوسپنو سره مېنه کوي. موبایلونه بوتان غوندي شوي دي، او زموږ نادان کلیوال يي په عبادت اخته دي. له هر چا سره چې مخامخ شي، وايي: فیسبوک داسي وویل. فیسبوک هسي وویل. هیڅوک نشته چې ووايي، فلاني کتاب داسي وویل، فلاني کتاب هسي وویل. د کتاب د پتنګانو شمیر خورا کم شوی دی. کتاب لوستونکي د ګوتو په شمیر دي. دغه مقدس فرهنګ اوس د حتمي تباهۍ سره لاس او ګریوان دی. اوس زموږ کلیوال یوازي انځورونو ته ګوري. هره ورځ دوه میلیارده انځورونه اینترنیټ ته اچول کیږي. د ریښتیني سواد کچه ورځ تر بلي د ټیټیدو په حالت کې ده. زموږ کلیوالو لیک او لوست هیر کړي دي. حتی د ورځپاڼو د لیکوالانو املا او انشاء صفر ته د ښکته کیدو په درشل کې ده. اوس نو ته ووایه، کتاب به ولي نه ژاړي؟


کلیوال: آی! حکیم اکا! خدای خو دې اجر درکړي. څه سمې خبرې ته مي دي پام کړ. زه خو رښتیا هم لکه د پسرلی چونجی تل په فیسبوک کې ننوتلی یم او کتاب ته مي هیڅ پام نه دی. بس نو کتاب ته دي ووایه چې نور نو خپګان بس کړي. زه به خپلو ملګرو ته هم ووایم چې د فیسبوک په ځاي کتابونه ولولي! خداي پامان حکیم اکا!

48 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada