google36091df1dc448a68.html حکیم اکا: د رنځپوه بې انصافې
  • Symposium Media

حکیم اکا: د رنځپوه بې انصافې

لیکوال: اسدالله شریفي


ډاکټر سینا سانعي د رنځور د درملې په بهیر کې

کلیوال: حکیم اکا، ستړی مشي! په کڅوړه کې دي څه شی را نیولي دي؟


حکیم اکا: په کڅوړه کې مي د ظلم پیټی را نغښتی دی.


کلیوال: د چا د ظلم پیټی دي را نغښتی دی، وا، حکیم اکا؟

حکیم اما: وا، وروره! څو ورځې ډیر ناروغ وم. سېنې مي درد کاوه. ټوخی مي زښت زیات و. نن سهار مجبور شوم او رنځپوه ته ورغلم. هغه مي په سېنه باندي یوه سړه اوسپنه را کیښوده. خوله يي را باندي وازه او پټه کړه. په سترګو کې يي د بتۍ رڼا را و ځلوله، د وینې فشار يي را باندي وکتلو او بیا د خپل میز تر شا کښیناست. څو شېبې وروسته يي ما ته یو کاغذ راکړ او یو درملتون ته يي ولیږلم.


کلیوال: په کاغذ کې يي څه شی لیکلي و؟ خوشبخت سړی يي حکیم اکا. رنځپوهان هم تاته لیکونه لیکي.

حکیم اکا: هو خوشبخت خو یم. سپیره اورمیږ دې نیولی دی او له ځان سره لګیا يي. ته څه خبر يي چې ډاکټر ما ته څه لیکلي و؟


کلیوال: وا، حکیم اکا، څه يي لیکلي و؟ خو را ته ووایه. زما زړه دي پړک را وچولو!


حکیم اکا: زړه دي مه چوه. اوس به درته ووایم. رنځپوه صاحب ما ته درۍ بوتله شربت، پنځه ډوله ګولۍ، ۱۲ دانې پیچکارۍ، او دری دانې سیروم لیکلي و. پرون مي یو ګډ پلورلی و، دهغه پیسې مي درملتون ته تحویل کړي. د بدن رنځ مي لا روغ نه و، چې د روح په رنځ يي اخته کړم. ما خپلو ماشومانو ته د ښار څخه د بورې، ګوړې، چای، او که غوره درته و نکړم، د لږ څه انګورو د راوړلو ژمنه کړې وه. هغه شیان خو لا پریږده، چې د موټر کرایه هم راسره پاتې نه شوه.


کلیوال: او خدایه! بیا نو له ښار څخه څنګه کور ته راغلي؟


حکیم اکا: خداي دي د ګل علم استاز مړي او ژوندي وبښي. هغه په خپل میني بوس کې په وړېا ډول را ورسولم.


کلیوال: نو دا رنځپوه صاحب ولي دومره بې انصافي درسره کړې ده؟


حکیم اکا: وا، وروره! په هر چا چې ډیر اعتبار وکړي، کور دي ورانوي. زموږ د کلي خلک په څو کسانو ډیر اعتبار کوي.


کلیوال: په کومو کسانو؟


حکیم اکا: موږ په ملاصاحب، رنځپوه صاحب، او معلم صاحب، ډیر اعتبار کوو. هغوي ته د نورو انسانانو په پرتله لوړ مقام ورکوو. موږ فکر کوو چې دوی د نورو انسانانو په پرتله غوره انسانان دي. موږ وایو، معلم زموږ ماشومانو ته زده کړه ورکوي. ملاصاحب مو نکاح تړي، او د مړيو جنازې مو کوي. په جماعت لمونځ راکوي. رنځپوه صاحب مو د رنځونو علاج کوي. دردونه مو کموي. او له مرګ څخه مو ژغوري. خو، هیر کړي مو دي چې دا خلک هم انسانان دي. دوی هم نفسونه لري. خواهشونه لري.‌ پیسې يي خوښیږي. موږ سادګان د انسانانو په ظاهر باندي غولیږو. باطن ته مو يي پام نشته. تر څو موږ قانون پلی نه کړو، همدا به مو حال وي. هر هغه کلی چې قانون نلري، خوشبختې هم نلري. دا یو حقیقت دی.

36 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada