google36091df1dc448a68.html حکیم اکا، لمړۍ برخه: د قلم اوښکې
  • Symposium Media

حکیم اکا، لمړۍ برخه: د قلم اوښکې

Updated: Apr 19, 2019


لیکوال: اسدالله شریفي


کلیوال: حکیم اکا! ستړی مشي.


حکیم اکا: واه ه ه ه! خوار شي و دي بیرولم! حکیم اکا! حکیم اکا! څه چل دی؟ څه شی غواړي؟ تل لکه سیوری زما تر شا ولاړ وي! بل کار او روزګار نلری؟


کلیوال: راته ګران يي نو ځکه دي تل لټوم. څه دي کول؟


حکیم اکا: هیڅ مي نه کول. څه مي کول؟


کلیوال: قلم او کاغذ خو دي را اخیستي و نو خداي خبر چې څه دي لیکل. مین غوندي پټ پټ ګرځي او د زړه رازونه لیکي. حکیم اکا، دا را ته ووایه چې څوک ده. د چا لور ده. بیا يي نو ما ته پریږده. زه به يي هر شکل چې وي ستا لپاره وغواړم. دا مراد خو به دي پوره کړم.


حکیم اکا: عجیب زورور خلک یاست. په یو چا باندي بې ځایه تهمتونه کوی. زه مین نه یم. نه یم! نه یم! څو ځله درته ووایم؟


کلیوال: نو څه دي لیکل؟


حکیم اکا: هیڅ مي هم نه لیکل. د قلم اوښکې مي په کاغذ پاکولي.


کلیوال: هههههههه! ستا قلم لکه چې کوم ماشوم دی چې ژاړي! یاره حکیم اکا سخت را ته ګران يي. خبرې دې ساده دې خو خوندورې دې! نو دا قلم دي ولي ژاړي؟ زه خو یي ژړا نه اورم.

حکیم اکا: ته خو کوڼ يي. کوڼ سړی کله آواز اوري؟


کلیوال: ګوره حکیم اکا، ټوکې مه را سره کوه. زه کوڼ نه یم، ستا قلم نه ژاړي.


حکیم اکا: زما قلم په چېغو چېغو ژاړي، خو ته يي نه اوري. هیڅوک يي نه اوري. زموږ په کلي کې قلم د مړینې په درشل کې دی. ځوانان مو ټول په موبایلونو لګیا دي. ښونځیونه یوازي لوبغالي ګرځیدلي دی. ته د چا په لاس کې کتاب ویني؟ ته په خپله کتاب لولي؟ شتا کشران وروڼه او خویندي کتابونه لولي؟ ستا همزولي يي لولي؟ ستا د کورنۍ کوم غړی کتاب لولي؟ کوم کلیوال کتاب لولي؟ یا ټوله ورځ ګیمونه دي. یا ترکي او هندي ډرامې دي. یا هم د فیسبوک سیاستونه دي.

د زړه سترګې دي لوڅې کړه، بیا به هرو مرو د قلم په ژړا پوه شي. قلم په سلګو سلګو ژاړي، خو ته يي نه اوري. نو قلم د مړینې په درشل کې دی. زموږ په کلي کې د قلم ځان کندن دی. چې قلم مړ شي، نو کتاب به هرو مرو مري.


کلیوال: آی! حکیم اکا! خدای خو دې اجر درکړي. څه سمې خبرې ته مي دي پام کړ. زه خو رښتیا هم لکه د ونې چونجی تل په فیسبوک کې ننوتلی یم او کتاب ته مي هیڅ پام نه دی. بس نو قلم ته دي ووایه چې نور نه ژاړي. زه به خپلو ملګرو ته هم ووایم چې د فیسبوک او ډرامو په ځاي کتابونه ولولي. د خداي پامان حکیم اکا!



0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada