google36091df1dc448a68.html حکیم اکا، څلورمه برخه: رحمان بابا
  • Symposium Media

حکیم اکا، څلورمه برخه: رحمان بابا

Updated: Apr 19, 2019

لیکوال: اسدالله شریفي


رحمان بابا د پښتو ژبې یو نامتو صوفیانه شاعر

حکیم اکا:

دا ژوندي چې مالومیږي واړه مړه دي

که څه دي هم هسي وایه چې څه نه دي

د خپل عمر شپې او ورځې چې را یاد کړم هسي دورمي چې د سیند وايي اوبه دي


کلیوال: حکیم اکا! ستړی مشي.


حکیم اکا: واه ه ه ه! خوار شي و دي بیرولم!تل ناڅاپي غږ را باندې کوې. لږ خو مي خبروه چې پوه شم. که قبر هم ننوزم، ته به مي لټوي.‌


کلیوال: راته ګران يي نو ځکه دي تل لټوم. څه خوندوره زمزمه دې کوله؟ بیا د چا په غم کې سر په زنگون لکه مجنون يي؟


حکیم اکا: زمزمه څه شی ده؟ ځه پري مي ږده. زه له کلي څخه را وتښتم چې دلته آرام شم، خو ته مي نیغ تر شا ودریږي، او بیځایه، بیځایه تپوسونه را نه کوي. غږ مي تر خوله نه وي وتلی، ته بیا ډینګ زما خولې ته ولاړ وي!

کلیوال: زمزمه خو دې غږوله. ښه په سوز کې روان وي. زه چې راغلم نو چوپ شوي. ګوره، زما ستا په مینتوب باندي ورځ تر بلې یقین راځي. زه پوهیږم چې ته څومره ځوریږي. د مینې رنځ خورا دردناک رنځ دی. نه يي چا ته ویلی شي، او نه يي هم پټولی شي. لکه د ناسور زخم تل په وینو لړلی وي. حکیم اکا، بیا هم ما ته ووایه چې دا بختوره څوک ده چې ته يي دومره په غم کې ځوریږي. گوره په ټول کلي کې یوازي زه یم چې ستا تپوس کوم. نو ته باید پوه شي چې زه ستا ریښتینی دوست یم.


حکیم اکا: عجیب زورور خلک یاست. په یو چا باندي بې ځایه تهمتونه کوی. زه مین نه یم. نه یم! نه یم! څو ځله درته ووایم؟


کلیوال: نو ولي دې داسي سوزناکه زمزمه غږوله؟


حکیم اکا: تا خو زه لیونی کړم. لیونی! د رحمان بابا شعر مي زمزمه کاوه.


کلیوال: هههههههه! اوس پوه شوم. بس بس، پوره پوه شوم. رحمان بابا د مینانو پیر دی. د هغه ټول شعرونه په مېنه راڅرخیږي. رحمان بابا ډیر په مېنه کې غرق شاعر و. زه خو تاته وایم چې ما ته ووایه چې دغه ماه جبېنه څوک ده چې له تا څخه يي ملنګ جوړ کړی دی. زه به يي پلار ته سر لڅ کړم او لمن به ورته وغوړم چې ستا مراد پوره شي.


حکیم اکا: ته خو په ټکې هم نه پوهیږي. مېنه تا ته یوازي د یوې ښایسته نجلۍ ده. ته په ښایسته مخونو پسي يي. رحمان بابا په خدا مین و. د هغه زړه تل د الله پاک په ذکر بوخت و. ته یوازي په مجازي مېنه کې غرق يي. خو رحمان بابا په ملکوتي مېنه کې لاهو و. ته خو دغه بیتونه ولوله چې دا ستا د پلار عشقي دي او که ملکوتي.


کلیوال:

چې د خداي له معرفته خبر نه وي

هغه واړه که بیدار دي هم اوده دي

د رحمان د زړه له حاله خداي خبر دی

چې په زړه کې يي د یارله غمه څه ډي

حکیم اکا: اوس څه په کې وايي؟ پوه شوي؟ سر دې پرې خلاص شو؟


کلیوال: آی! حکیم اکا! خدای خو دې اجر درکړي. څه سم شی مي زده کړل. ستا له لورینې څخه مننه. دا رحمان بابا خو خورا ژورې ژورې خبرې کړې دې. زه به خپلو همزولو او ملګرو ته هم ووایم چې د فیسبوک او ډرامو پر ځاي کتابونه ولولي!

خداي پامان حکیم اکا!

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada