google36091df1dc448a68.html دنړۍ په دوو هیوادونو کې، دوې کورنۍ یوې خونړۍ پېښې په ویر کینولې
  • Symposium Media

دنړۍ په دوو هیوادونو کې، دوې کورنۍ یوې خونړۍ پېښې په ویر کینولې

لیکوال: اسدالله شریفي


د پنجشنبه په شپه د ۲۰۱۹ زیږدیږ کال دجون د مېاشتې په ۲۰ مه ڼېټه، د کابل ښارپه سویلي څنډه، د دارالمان په عمومي سړک باندي، د یوې زړه بوږنږنکې ترافیکي پېښې له امله، یوه کاناډایۍ میرمن او یو افغان ځوان مړه شول.


عزیر احمد بسام ۳۳ کلن، دکابل ښار اوسیدونکی، او میریم لینزي ۴۰ کلنه، د کاناډا هیواد د کوبک د ولایت اوسیدونکي په نوموړې ترافیکي پېښه کې په حق ورسیدل.


عبدالرحمان بسام په خپله فیسبوک پاڼه باندې لیکلي, "ما یو بل عزیز، عزیزاحمد بسام (زما زوی) په یوه ترافیکې پېښه کې له لاسه ورکړ."





همدا راز، د عزیز احمد بسام پخواني همکار او نږدي ملګري، امان الله اتل وویل, "د زړونو عزیز، همکار، ملګری، د هیواد با احساسه، او با استعداده تكړه ځوان عزیز بسام، تیر ماښام په یوه ترافیکي پېښه کې له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې."








میرمن لینزي هم خلکو په خوږو خوږو خبرو یادوله، او هغه يي یوه انسان دوسته او په افغاني فرهنګ او خلکو میینه بلله.

د میرمن لینزي همکار ډاکټر رشید وویل، "هغه یوه مهربانه ښځه وه، د افغانستان له اولس سره يي ژوره مینه لرله، او تل يي له دوی څخه دفاع کوله.

"

ډاکټر رشید زیاته کړه، "میرمن لینزي زموږ له فرهنګ سره نښتې وه او په انساني اصولو باندي يي کلک باور درلود. هغې په کاناډا کې خپل سوکاله ژوند پریښود او په افغانستان کې يي خپل کار ته ادامه ورکړه."


د میرمن لینزي خور آیریس وویل،"موږ به میرمن لینزي تل د داسي یو کس په څیر په یاد کې وساتو چې هغې خپل ژوند د نړۍ خوارو خلکو ته قربانې کړ."

هغې زیاته کړه،"میرمن لینزي په خپل کار او له ډیرو اړو خلکو سره په مرستې کولو باندي پوره باور درلود."



د میرمن لینزي فیسبوک پاڼه د افغانستان او افغانانو له انځورونو ډکه ده، او د پاڼې په شاپاڼه باندي يي د افغاني نجونکیو انځورونه دي.




د پام وړ خبر دا ده چې په افغانستان کې د سړکونو د خرابوالي او د ترافیکی قوانینو او مقراراتو د نه پیلي کیدو او یا نشتوالي په اساس، هر کال زرګونه کورنۍ د ویر په ټغر ناستې وي.


د کابل د ترافیکو د ریاست په رسمي پاڼه باندې یوه کلمه هم د ترافیکو د اصولو او مقراراتو په اړه نه لیدل کیږي.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada