google36091df1dc448a68.html د اشارې ژبپوهې ګورېلا سا ورکړه
  • Symposium Media

د اشارې ژبپوهې ګورېلا سا ورکړه

لیکوال: اسدالله شریفي

کوکو، هغې زیرکې ګورېلا چې په ماشومتوب کې يي د امریکا اشاره ژبه(Sign Language)زده کړه نن په ۴۶ کلنۍ کې په خوب کې له فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.


کوکو چې د ګوریلاګانو د استازې په لقب مشهوره وه، او یوازینۍ بېزو وه چې په اشارې سره يې خبرې کولی شوی، په میلیونونو انسانانو اغیز درلود، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلکو پیژندله.



"کوکو د اشارې ژبې د زده کړې د قدرت په مټو د میلیونونو انسانانو فکروه واز کړل او د هغوی پام يي د بیزوګانو ژوند ته تاو کړ."


د ګوریلا بنسټ ( (The Gorilla Foundationپه خپله ویبپانه لیکلې،"کوکو د اشارې ژبې د زده کړې د قدرت په مټو د میلیونونو انسانانو فکروه واز کړل او د هغوی پام يي د بیزوګانو ژوند ته تاو کړ."


کوکو د خپل ژوند پا اوږدو کې په ډیرو مستندو فلمونو، ورځپاڼو، تلویزیون خپرونو، او د نشنل جیوګرافیک د مجلې په مخ ښکاره شوه.


کوکو په ۱۹۷۱ زیږدیږ کال کې د امریکا د سانفرانسېسکو په زیږیدلې وه او یو کال خورا ناروغه وه.


ډاکټر پنې، کوکو ته د اشارې ژبه زده کړه، او کوکو و کولای شول چې په بشپړه توګه له انسانانو سره په اشارې ژبه خبرې وکړې.


له بده مرغه، کوکو ونشوای کولای چې بچیان وزیږوي، او تر شا يي څوک پاته نشول چې نوم يي ژوندی وساتي. خو د ساینس په نړۍ که به د کوکو نوم د تل لپاره ژوندی پاته شي.


کولای شی چې کوکو په https://www.koko.org ویبپاڼه وګوری.


0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada