google36091df1dc448a68.html د انټریو ایالت د میلټون په ښار کې یو معلم د جنسي ځوروني په تور ونیول شو
  • Symposium Media

د انټریو ایالت د میلټون په ښار کې یو معلم د جنسي ځوروني په تور ونیول شو

اسدالله شریفي

۱۹، ۰۵، ۲۰۲۰

د انټریو د پیل د زون پولیس راپور ورکوي چې د میلټون د ښار اوسیدونکی، ۴۰ کلن مصطفی الاضوی، يي د جنسي ځورونې په تور نیولی دی.

پولیس وايي چې الاضوی په یوه خصوصي ښونځی کې د ښوونکي دنده درلودله او ښايي چې نور قربانیان هم شتون ولري.

پولیس زیاتوي چې دغه پېښه د ۲۰۱۹ زیږدیږ کال په ژمي کې پیل شوه او د ۲۰۲۰ زیږدیږ کال د مارچ د میاشتي په نهمه نېټه يي الاضوي ګرفتار کړ.

الاضوي د انټریو د ایالتي محکمې د برمټون په ښاري څانګه کې حاضر کړی شو او خپل تورونه ورته واورول شول.

پولیس وايي چې که هر څوک د دغه پېښو په اړه مالومات لري نو د پیل د پولیسو له مرکز سره دي اړیکه ټینګه کړي.

4 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada