google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

د ایچ پیلوري میکروب څه شی دی

اسدالله شریفي

ایچ پیلوري یو شان باکتریا ده چې معدې ته ننوزي او د هاضمي په سیستم کې ځای نیسي. کلونه وروسته امکان لري چې

د معدې په پردو او همدار راز د وړو کلمو په پاسنۍ برخه کې زخمونه جوړ کړي چې د معدې د زخم (ulcer) په نامه یادیږي. په ځینو خلکو کې د معدې دغه زخمونه کولی شي چې د معدې د سرطان په ناروغۍ واوړي.

تقریبا د نړۍ درۍ برخې خلک په خپلو معدو کې د ایچ پیلوري میکروب ګرځوي، خو په ډیرو خلکو کې بیا د معدې زخمونه او یا نورې کومې ستونزي نه جوړوي. که چیرته تاسو د ایچ پیلوري په رنځ اخته وی، نو غصه مه کوی، ځکه دارو يي شتون لري، چې زخمونه روغ کړي او دغه میکروب له مینځه یوسي.

کلونه کلونه ډاکټرانو او رنځپوهانو فکر کاوه چې د معدي زخمونه د تشویش، سیګريټ څکولو، مساله لرونکو خوړو، او داسي نورو څیزونو څخه را مینځ ته کیدل. کله چې په ۱۹۸۲ میلادي کال کې د ایچ پیلوري میکروب کشف شو، نو روغتیايي کارپوهان و پوهیدل چې د معدې د ډیری زخمونو عامل د ایچ پیلوري میکروب دی.


کله چې د ایچ پیلوري میکروب بدن ته ننوزي نو د معدي په پردو بریدونه پیل کړي. د معدي پردې انسان د معدي له تیزابو څخه ژغوري. د معدي د تیزابو وظیفه په معده کې د خوراکي توکو هضمول دي. کله چې دغه میکروب د معدي پردو ته زیاد

ورسوي نو د معدې تیزاب بیرون ته لار مومي او په معده کې زخمونه را مینځ ته کیږي. د معدې زخمونه کیدای شي چې عفونت او پړسوب رامینځ ته کړي او د هاضمې په جهاز کې د خوراکې توکو د خوځښت مخنیوی وکړي.

ایچ پیلوري کیدی شي چې د اوبو، څښنتوکو، خوراکې توکو، او حتی د خوړو له سامانو څخه (قاشقه او پنجه) او داسي نورو څیزونو څخه بدن ته ننوزي. په هغه هیوادونو کې چې روانې او پاکې اوبه او د تشنابونو کانالونه نلري، د ایچ پیلوري میکروب خورا ډیر دی. همدا راز کیدای شي چې ایچ پیلوري د خولې د لاړو له او یا هم د جنسي معاملې (Sexual Intercourse) لارې بدن ته ننوزي.


ډیری خلک د ایچ پیلوري میکروب په ماشومتوب کې اخلي، خو لویان هم کولی شي چې دغه میکروب واخلي. نوموړی میکروب په ډیری خلک باندي هیڅ اغیز نلري، خو ځینو ته بیا ډیر زیان رسوي. ډاکټران نپوهیږي چې ایچ پیلوري ولي یوازي د ځینو کسانو په بدن باندي منفي اغیز کوي.


ډاکټران ایچ پیلوري میکروب د وینې، غایطه توکو، او یا د نفس له لوري معاینه کوي. کله چې ډاکټران پوه شي چې یو کس د ایچ پیلوري میکروب لري نو د تیزاب ضد دارو او د انتیبیوتیک ګولیو په زور يي وژني. دغه تداوې دوې اونۍ وخت نیسي.


28 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada