google36091df1dc448a68.html د تخار د اشکمش د ولسوالۍ په یوه دارالعلوم کې د ډلیز جنسي تیري ګونګوسي
  • Symposium Media

د تخار د اشکمش د ولسوالۍ په یوه دارالعلوم کې د ډلیز جنسي تیري ګونګوسي

اسدالله شریفي


د تخار د اشکمش له ولسوالۍ څخه را رسیدلي خبرونه وايي، یوه طالب قوماندان د یوې مدرسې پر ۲۱ زده کوونکو جنسي تیری کړی دی.


ځايي زیرمې وايي، ملا عبدالکریم، چې په نوموړې ولایت کې د طالبانو د ترهرګرې ډلي د معارف نوماند ریس دی، وړمه په يي په دغه مدسه یرغل کړی دی او ۲۱ زده کوونکي يي تر جنسي تیري لاندي راوستلي دي.


په کومه مدرسه کې چې دغه تیری شوی دی، د "ابراهیم خلیل الله" په نوم یادیږي او د "نو آباد" په کلي کې واقع ده.

د اشکمش ولسوال عبدالقیوم قانع رسنیو ته وویل چې ځایي خلکو د دغه ناوړه پیښې په اړه دوی ته راپورونه راوړي دي.

د اشکمش ولسوالي د طالبانو تر ولکه لاندي ده او د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو رسیدل ورته ګران دي.


د اشکمش یوه اوسیدونکي، چې له نوم اخیستلو څخه ډه ډه وکړه، د "ابراهیم خلیل الله" په دارالعلوم کې دغه پېښه تایید کړه، او ويي ویل چې د تخار د ښونې او روزنې د ریاست لپاره د طالبانو نوماند مولوي عبدالکریم دغه عمل د "نشې او مستۍ" په حالت کې تر سره کړی دی.


د اشکمش دغه اوسیدونکې زیاته کړه چې مولوي عبدالکریم همدا اوس د "کولايي" په کلي کې د طالبانو په جیل کې بندي دی.


د جنسي تیري د قربانیانو د کورنۍ له یوه غړي سره هم په دغه اړه رسنیو خبرې کړې دې، او هغه د خپل نوم د اخیستلو په شرط ویلي دي چې په دغه پیښې په قربانیانو کې د دوی د کورنۍ شپږ غړي شامل دي. هغه زیاته کړې ده چې دغه ماشومانو له ۱۳ کلونو څخه بیا تر ۱۸ کلونو پوري عمر لري. دغه وګړي زیاته کړه چې مولوي عبدالکریم له یوې شپنۍ مېلمستېا وروسته دمستۍ په حالت کې دغه مدرسې ته ورغلی دی.


د دغه پیښې په اړوند د تخار د ولایتي شورا استازي لطېفه سعیدي بیا بیل ډول معلومات ورکوي. میرمن سعیدي وايي چې په حقیقت کې په دغه پېښه کې د ابراهیم خلیل الله په دارالعوم کې په دوو زده کوونکو باندي جنسي تیری شوی دی. میرمن سعیدي وايي چې امکان لري مولوي عبدالکریم اعدام شي.


بل خوا د طالبانو ویاند، د طلب ډلې ویاند، د ابراهیم خلیل الله په دارالعلوم کې په زده کوونکو باندي ډله ایز تیری په کلکو ټکو باندي ردوي، او دغه پیښه د دښمن یوه تبلیغاتي شایعه بولي. مجاهد وايي چې په تیره میاشت کې د تخار په ولایت کې څو څو ځله دا شان ګونګوسې را پورته شوې دې، خو یوه يي هم رښتېا نه وه.

22 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada