google36091df1dc448a68.html د تګزاس ایالت د هریس ټاون د ولسوالۍ لمړۍ سکھ پولیس ووژل شو
  • Symposium Media

د تګزاس ایالت د هریس ټاون د ولسوالۍ لمړۍ سکھ پولیس ووژل شو

اسدالله شریفي

۲۸ سپتمبر ۲۰۱۹


سنډیپ سینګٰ ډالیوال

سنډیپ ډالیوال د سکهانو د ټولنې یو مخکښ پولیس افسر و چې په لمړي ځل يي ۱۰ کاله وړاندي د تګزاس د هریس ټاون په ولسوالۍ کې په خپلو ملي او مذهبي جامو کې دنده پیل کړه.


د ۲۰۰۹ میلادي کال د سپتمبر په ۲۷مه نېټه کله چې ډالیوال یو موټر د ترافیکو د قانون د ماتولو په جرم ودراوه د شا له خوا په تفګچه وویشتل شو.


پولیس وايي، کله چې ډالیوال د درول شوي موټروان سره خبرې وکړي او خپل د پولیسو موټر ته روان شو، د درول شوي موټر موټروان له خپل موټر څخه راووت او ډالیوال يي په سر باندي په ډزو وویشت. د ډالیوال له ویشتلو وروسته، وژونکی کس د حادثې له ځای څخه وتښتید.


پولیس وتوانیدل چې یو کیلومتر وړاندي ۴۷ کلن رابرټ سولس د تګزاس د هیوسټون د ښار اوسیدونکی ونیسي.


ډالیوال د مړینې په وقت د ۴۲ کالو و. له هغه څخه يي میرمن او دری تنکي ماشومان پاته شول.


د ډالیوال وژلو خلک سخت خفه کړي دي.

25 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada