google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

د روغتېا پوښتنه د نشې په تور بدله شوه

لیکوال: اسدالله شریفي

لندن، اونټریو، کاناډا (جون، ۲۴، ۲۰۱۹) – کله چې یوه وړوکې بېړۍ د فنشا په کانزرویشن اوبو کې ولیدل شوه چې چلوونکی يي بې خوده پروت و، نو خلکو پولیسو ته زنګ وواهه چې د دغه بې دمې سړي د روغتېا پوښتنه وکړي.


کله چې د لندن د ښار د اورګولونې چټک ځواک صحنې ته راورسید، نو یو ۳۸ کلن سړی يي وموند چې بېحاله په بېړۍ کې پروت و.


د اورګولونې افسرانو یاد شوی سړی له اوبو څخه را وایست او د امبولانس په واسطه يي روغتون ته وراساوه. په روغتون کې ثابطه شوه چې دغه سړی تر حد ډیر نشه و.


بېا نو پولیسو هغه ۳۸ کلی سړی، د نشې په مهال د بېړۍ چلونې په تور تورن کړ.


د یادونې وړ ده چې د کاناډا په ملي قانون کې، د نشې په حالت کې، د هر ډول ماشین آلاتو چلول لوی جرم دی.


د لندن د پولیسو د راپور له مخې، تورن کس به د لندن محکمې ته د ۲۰۱۹ کال د جولای د مېاشتې په ۱۵مه نېټه حاظر شي.‌

9 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada