google36091df1dc448a68.html د سولې د خبرو ناڅاپه پایله او د افغانانو بایله
  • Symposium Media

د سولې د خبرو ناڅاپه پایله او د افغانانو بایله

اسدالله شریفي


ډونالډ ټرمپ ولي له طالبانو سره د سولې خبرې په ناببره او ناخبره توګه بندي کړي؟ آیا، دا کار، په رښتیا سره، د طالبانو لخوا، د یوه امریکايي سرتیري د وژلو په موخه وشو، که د امریکا په کورني سیاست کې د کړکیچ پر بنسټ و؟ د دغو خبرو د غوڅیدو ستر تاوان چا ته واوښت؟


په امریکا کې د جمهوري ریاست ټاکنې را روانې دي. د ولسمشر ټرمپ ریښتیني پلویان شتمن، سخت دریزه، او تر ټولو متعصب جمهوري خواهان دي. د ټرمپ د سیاست بنسټ د سخت دریزو مسیحیانو په اوږو ولاړ دی. دغه سخت دریزه مسیحیان هم شتمن دي، هم سیاسي واک لري، او هم د مهاجرینو او نورو ادیانو ضد کسان دي.


کله چې ولسمشر ټرمپ امریکا، په خاصه توګه کیمپ ډیویډ ته، د طالبانو استازي را وبلل، په دغه سخت دریزو مسیحیانو اور بل شو، او د ټرمپ د بیا بریالیتوب چانس يي له خاورو سره یو کړ. ولسمشر ټرمپ غوښتل چې کیمپ ډیویډ ته د طالبانو رابلل او له هغوی سره د سولې د معاهدې لاسلیکول به د ټرمپ لپاره ولسمشرۍ ته د بیا بریالیتوب لار پرانیږي. ځکه، هغه ویلای شوای چې وګوری، ما د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای تکی کیښوود. له بده مرغه، د ټرمپ دغه دریز، سخت دریز مسیحیان سخت را وپارول او د ټرمپ بیا بریالیتوب یي له حتمي ګواښ سره مخامخ کړ.


د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار، جان بولټون، چې په خپله یو سخت دریز، ایران ضد، او اسلام ضد، مسیحی دی، په علني توګه د ټرمپ په مقابل کې پورته شو. ویل کیږي چې ټرمپ او بولټون، یوه او بل ته سختي "ترخې او سپورې" خبرې وکړي. همدا علت و چې جان بولټون له دندي ګوښه شو. لا تر اوسه هم روښانه نه ده چې آیا بولټون استعفا ورکړه او که ټرمپ له کار څخه و ایست. ټرمپ وايي چې ما د بولټون د ایسته کیدو امر وکړ، خو بولټون بیا واي چې "ما په خپله استعفا وکړه".

د طالبانو لخوا د امریکايي سرتیري د وژل کیدو پر بنسټ د سولې د خبرو دریدل سیاسي درواغ او د خمیري پزې ایښودل و. امریکایي اولس ته د امریکا په خاوره کې طالبانو ته ښه راغلاست د زغم وړ نه و. ځکه د امریکا خلک، طالبان، په خپله خاوره باندي د ۲۰۰۱ کال د سمپټمبر د ۱۱ مې نیټې په بریدونو کې ښکیل او ګرم بولي.


اوس کیدای شي چې طالبان به د افغانستان په ښارونو، او ولسوالیو باندي خپل بریدونه ګړندي کړي، تر څو امریکا بیرته د سولې خبرو ته را وګرځوي. له بلي خوا، دا امکان هم شتون لري چې ډونالډ ټرمپ امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وباسي. که چیرته ټرمپ دغه وروستۍ اشتباه وکړي، افغانستان به یو ځل بیا د حکمتیار، طالبانو، مرکزي حکومت، شمالي ټلوالي، او داعش په اورونو کې وسوځي. سولې ته د نه رسیدو تر ټولو ستر زیان به د افغانستان ځوریدلي اولس ته ورسیږي.

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada