google36091df1dc448a68.html د شپږ کلنې مهسا قاتلین لمړۍ محکمې په دیرش دیرش کاله بند محکوم کړل
  • Symposium Media

د شپږ کلنې مهسا قاتلین لمړۍ محکمې په دیرش دیرش کاله بند محکوم کړل

لیکوال: اسدالله شریفي

نن په کابل ښار کې د ماشومې مهسا د قاتلینو محکه په علني توګه تر سره شوه. لمړۍ محکمې د مهسا قاتلین، سجاد آقا او نور الله په دیرش دیرش کاله بند محکوم کړل.


شپږ کلنه مهسا چې په کابل کې لمړی برمته او بېا ووژل شوه

د محکمې په درشل کې د مهسا پلار وویل، "زه دغه قاتلینو ته له محکمې څخه د مرګ سزا غواړم".


همدا راز د دوسېې څارنوال هم قاتلینو ته د مرګ د سزا غوښتنه وکړه او ويي ویل چې د مرګ سزا "د الله حکم دی".


په ټولنیزو شبکو کې خلکو د محکمې د قاضي دغه حکم په کلکو ټکو وغانده او د فیسبوک پر پاڼو يي قاضي په رشوت خوړلو تورن کړ.


د دوسېې قاضي په خپله ابلاغېه کې وویل چې دا حکم قطعې نه دی او دواړه خواوې د استیناف حق لري.


سړي تښتوونکو شپږ کلنه مهسا د کب په ۱۹مه نېټه د کابل له یولسمې ناحېې څخه لمړی و تښتوله او بېا يي ووژله. قاتلینو د مهسا د خوشي کیدو په بدل کې د هغې له کورنۍ څخه د درۍ لکه ډالرو غوښتنه کوله.


د کب په ۲۴مه نېټه د کابل پولیسو اعلان وکړ چې د مهسا د قتل په تور يي دوه کسان نیولي دې. نیول شویو کسانو د رسنیو په مخ کې جرمونه ومنل.


په دې وروستیو کې د کابل په ښار کې د سړی تښتونې، غلا، او وژنو کچه لوړه شوې ده.

12 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada