google36091df1dc448a68.html د ملت په کور کې ښکر په ښکر
  • Symposium Media

د ملت په کور کې ښکر په ښکر

لیکوال: اسد الله شریفي

حکیم اکا: والله نه پوهیږم چې په زوره زوره وخاندم او که په چېغو چېغو وژاړم. دا زموږ په کلي کې څه روان دې! د کلي په ګډ کور کې یوه کلیوال په بل پسي یو کاپر سوټک اخیستی و، او غوښتل يي هغه پرې ووهي. که مو چیرته دا حال په خوب کې لیدلی وی، نو زاره به مو چاودلې وه. هر سړی غواړي ملک شي. هر سړی غواړي چې په زور زموږ د کلیوالو مشرې په غاړه واخلي. هیڅوک هم نشته چې ورته ووايي، وا وروره، ستا پوهه څه ده؟ ستا لاسته راوړنه څه ده؟ تا د دغه خوار کلي لپاره څه کړي دې؟

یو کلیوالو شخړه

کلیوال: حکیم اکا ستړی مشي. بېا څه چل دی؟ څه شوي دې؟ له چا څخه خپه يي؟ خدای دې خیر کړي.


حکیم اکا: وا وروره، زه له هېچا څخه خپه نه یم. له خپل خوار قسمت څخه خپه یم. نن دې ولیدل چې د کلي په ګډ کور کې څه روان وو. هر سړی غواړي چې زموږ په کلي کې د نفاق او بیلتون کرښه وکاږي، تر څو خپل ځان مشهور او مطرح کړي. خدای ته وګوره! یو د کلي په ګډ کور کې ښکنځل کوي. بل د کلي په ګډ کور کې سوټک را اخیستی ده او لکه وحشي ځناور منډې وهې. هغه عسکر هم له دغه ځناورو څخه بیریدل. دا زموږ په کلي کې څه وحشت روان دی؟ دا څه حال دی؟ دلته شل کلونه وشول چې ډیموکراسې راغلې ده، خو زموږ خلک د دې پر ځای چې شل کاله پرمختګ وکړې، دوه سوه کاله شا ته تللي دې. یو د ژبې په سر جنګیږي. بل د قوم په سر لګېا دی. بل هم د نژاد په نوم خوله شکولې ده. خوار کلیوال هم جېنګه خوله ورته ناست دي.


کلیوال: حکیم اکا، د سوټک او ښکنځلو خبر خو نن په ټوله نړۍ کې خپره شوه. زموږ کلی دغه ځناورو وحشیانو په شرمو وشرماوه. خدای دې دوی ته انصاف ورکړي. آیا دوی د ملت ګډ کور ته هم احترام نلري؟ دا بېا څه شان ځناور دي؟ خو زما ګېله بېا له خپلو کلیوالو څخه ده. ځکه دغه ځناور، کلیوالود خپلو رایو په زور قدرت ته رسولي دي. کلی زموږ ګډ کور دی. باید ټولو کلیوالو ته د کلي په کور کې مساوي برخه ورکړل شي.


حکیم اکا: زموږ کلی په عجیبو وحشتناکو لومو کې بند دی. دا د تارکشې تارونه دې خدای خلاص کړي. زموږ کلیوال هم په هیڅ باندي نه راضې کیږي. داسې برېښې چې نفاق د دوی په وېنه کې وي. د کلي په ګډ کور کې ننۍ غونډې دا وښوده چې زموږ کلیوال د سوکالۍ پر ځای، ورځ تر بلې د بدبختۍ په لور زورونه وهي. کلی د ټولو کلیوالو شریک ټاټوبی دی. ټول کلیوال باید په ګډه سره دغه سپیره ټاټوبي ته کار وکړي. دا څه وحشت دی چې هر سړی غواړې چې د کلي خپله څنډه په لاس کې ونیسي. هیڅوک د راتلونکو نسلونو په غم کې نه دي. ټول غواړې ملکان شي. هر سړی وايي زه یم. هیڅوک نشته چې دوی کینوي او ورڅخه حساب وغواړي. هیڅوک نشته چې تپوس وکړې، وا روره، تا دغه خوار کلي ته څه خدمت کړی دی؟


کلیوال: وا حکیم اکا، موږ يي له خدمت څخه تیر یو، خیانت دې نکوي. له خیر څخه يي توبه، شر دې نه را رسوي. دغه شرمخانو خو زموږ کلی، څو څو ځله، لوټه لوټه کړ. خو داسې برېښې لا چې تر اوسه یی زړونه ډک دي. زه چې کله کله له خپل ځان سره فکر کوم، نو وایم، کیدی شي د دغه خلکو په وېنه کې شیطان علیه لعنه ننوتلی وي. ځکه، د سړي اولاد خو داسي وحشیانه کړنې نکوي.


حکیم اکا: د ملت په کور کې پرونی کار د خجالت او شرم څخه ډک و. د ټولو ګاونډیانو پام يي زموږ نفاق ته را واړولو. په شرمو يي وشرمولو. خدای دې دوی په شرمو وشرموي.‌


کلیوال: آمین، حکیم اکا. دا ډیر شرمیدلي خلک دې. خدای دې دوي وشرموي. ځکه دوی نه له خدای څخه ډاریږي او نه له موږ خوارو بندګانو څخه شرمیږي.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada