google36091df1dc448a68.html د مور ورځ که د بوږنوونکو احساساتو ټال
  • Symposium Media

د مور ورځ که د بوږنوونکو احساساتو ټال

لیکوال: اسدالله شریفي

Assad Sharifi and Mother, Pebble Beach, California

پوهیږم چې د مور ورځ له بیلابیلو احساساتوڅخه ډکه ورځ ده. د چا مور په دغه نړۍ کې نشته. څوک مسافر دي او له خپلې مور څخه لیري‌ اوسیږي. څوک په یوه او بله بهانه له خپلې مور څخه لیري دي. لیکن، دغه ښکلې ورځ هر کال، د نړۍ د قاطع اکثریت لخوا لمانځل کیږې. خو، په دغه ورځ څوک ژاړې او څوک خوشالې کوي. په دغه ورځ څوک غمګین وې او څوک هم خوښ وي. انسان په نړۍ کې د مسافر په څیر دی. راشي، لوی شي، او بیرته ملکوتې سفر ته مخه کړي. نن غواړم چې د خپلې مور په هکله یو څه ولیکم. په دې هم پوهیږم چې دا لیک به د افغانستان د ډیرو مورانو آواز وي.


زما مور بې بې امېنه نومیږي. په یوه غرېبه کورنۍ کې زږیدلې وه، او په غرېبه کورنۍ کې يي زما له خدای بښلي پلار سره په څوارلس کلنۍ کې واده کړی و. مور مي د کلي ښځه ده. د ژویو په روزلو او ځمکو په کرلو کې خورا ډیر مهارت لري. زموږ په خوار کلي کې، وزې،‌ مېږې، غواوې او نور څاروي د ژوند ېوه بنسټیزه لاره ده. مور مي سواد نه درلود، خو د څارویو په ژبه په ژوره توګه پوهېدله. اته اولادونه يي په کور کې وزیږول. درۍ مړه شول، او پنځه لا شکر دی ژوندي یو.


په ۲۸ کلنۍ کې زما پلار، د ډیرو افغاني پلرونو په څیر د ناپیژاندو وسلوالو لخوا، د شپې په زړه کې، ۶۰ مرمۍ وویشتل شو. په کور کې مو بل نر نه و. زه یوازي د دوولسو کلو وم. وروڼه او خوېندې مي ټول تر ما ډیر کشران و. کشره خور مي یوه کلنه او تر ما کشر ورور مي اووه کلن و. کله چې زموږ پلار شهید شو، زما مور د نورو پښتنو کونډو مورانو په څیر له ناخوالو سره لاس او ګریوان شوه. د کلي ټول مشران دې ته سترګې په لاره و چې زما مور به له چا سره واده کوي. ځکه اته ویشت کلنه ښځه ده. خو زما مور د ټولو کلیوالو خوبونه په خیالونو واړول. ملا يي وتړله او ژوند ته يي پرته زموږ له پلار څخه ادامه ورکړه.


په اوړي کې به يي د ګوتو نوکان نه درلودل، ځکه واښه به يي شکول، څاروي به يي روزل، او کرهنیز کارونه به يي کول. په ژمي کې مو شېدې، زیړ غوړي، وچه مېوه، او توتان په کټوو کې نه ځاییدل. تل به يي زموږ د روزنې لپاره دوې غواوې ساتلې. په دغه ټولو ناخوالو برسیره، موږ خپلې مور، درس او سبق ته هڅولو. د سواد مېنه يي تل زموږ په زړونو کې ژوندۍ ساتله. په کلي کې د یوې شجاع او غیرتي ښځې په څیر اوسیدله. کلیوالو يي هم زښت زیات درناوی کاوه او کوي يي.

که څه هم پښتانه نه غواړي چې د خپلې مور نوم ولیکي او یا يي په مقالو کې وستايي، خو زه نه غواړم چې زما د مور هلې ځلې، غیرتونه، او قربانۍ پټ پاته شي. زما بېسواده مور، موږ ټولو ته د سواد رڼا راکړې ده. د غیرت او شجاعت درس يي د خپل غیرت او شجاعت په مټو را کړی دی. قربانې او حوصله يي د خپل خوار ژوند تمثیل کوي. اوس هم لکه یو اوسپنیز دیوال زموږ تر شا ولاړه ده او تل مو د ښه سلوک لپاره هڅوي. اوس مو هم د بدو کړنو په جرم په بوټانو ولي، او انساني کړنو ته مو هڅوي.


زه هم نن ډیر خوشاله یم او هم ډیر غمګین یم. خوښ پر دې یم چې شکر لا تر تر اوسه د مور تر سیوري لاندي یم. خپه په دې یم چې مور مي ټول عمر یوازي او پرته زما له پلار څخه تیر کړ. خپله ځوانې، ښکلا، او د انساني ژوند ټول خواهشات يي زموږ د خوشالۍ، سوکالۍ، او پرمختګ لپاره قربانې کړل.

په پای کې خپلې مور، پښتنو مورانو، افغانې مورانو، او د نړۍ ټولو مورانو ته د زړه له کومي د دغه ورځې مبارکې وایم. او هغه کسانو ته چې د مور تن يي نور په دې خاورېنه نړۍ کې نشته، د زړه صبر غواړم، او دا زیری ورکوم چې ستاسو مور د خپلې روح په واسطه تاسو څارې. نن ورځ له ټولو ورځو څخه ډیر د خپلې مور روح ته دعا وکړی، ځکه ستاسو مور ستاسو په وېنه، زړه، او روح کې اوسیږي.


د مور ورځ مو مبارکه شه

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada