google36091df1dc448a68.html د ووهان نوی کورونا ویروس څه شی دی
  • Symposium Media

د ووهان نوی کورونا ویروس څه شی دی

اسدالله شریفي


لکه له نوم څخه يي چې څرګنده ده، د ووهان نوول کورونا ویروس، یو نوی ویروس دی چې لا تر اوسه د نړۍ روغتیايي سازمانونه د هغه له پوره پیژندنې څخه عاجز پاته شوي دي. د امریکا د بیماریو د مهار او مخنیوي ادره (CDC) وايي چې دوی لا تر اوسه د دغه ویروس په بشپړ اغیز نپوهیږي. دا هم نه ده څرګنده چې دغه ویروس څنګه له یوه انسان څخه بل انسان ته تیریږي او یا هم د دغه ویروس اصلی ټاټوبی چیر ته دی. یوازي دومره روښانه ده چې دغه ویروس د چین د ووهان ښار د کبانو او نورو غوښو په یو مارکیټ کې موندل شوی دی. نوموړی ویروس یو تنفسي ویروس دی چې د انسانانو په سا (نفس) لارې تر خپل اغیز لاندي نیسي. دا هم نه ده مالومه چې نول کوروناویروس د سار په پرتله څومره زورور او یا کمزوری دی. دومره ویل کیږي چې په دغه بیمارۍ اخته خلک د سار په پرتله لږ بیمار ښکاري او په لنډه موده کې له روغتون څخه کور ته استول کیږي.


همدا اوس په ډیرو هیوادونو کې د مسافرانو او سیلانیانو معاینات پیل شوي دي. هر هغه څوک چې د چین له ووهان ښار څخه راځي د نړۍ په بیلابیلو هوايي ډګرونو کې معاینه کیږي. په چین کې د ووهان له ښار څخه په وتلو او ننوتلو بندیزونه لګیدلي دي. هلته د ټولو اورګاډيو، موټرانو او الوتکو تګ راتګ منع شوی دی. د نویو خبرونو په بنسټ، دغه ویروس د چین ترڅنګ، اوس په امریکا، جاپان، ټایلنډ، ټایوان، سویلي کوریا، سعودي عربستان او ۲۲ نورو هیوادونو کې دغه ویروس موندل شوی دی.


د نیو زیلنډ د روغتیا وزارت وايي، "موږ لا تر اوسه نپوهیږو چې دغه ویروس څنګه خلکو ته انتقالیږي، خو دومره پوهیږو چې دغه ویروس له کوم ژوي (حیوان) څخه انسانانو ته راغلی دی."


نړیوال روغتیايي سازمان د عامه خلکو لپاره لا تر اوسه کومه ځانګړې لارښونه نه ده کړي. یوازي دومره يي ویلي دي چې:

· خپل لاسونه ډیر ومینځی

· له هغه چا څخه چې په تنفسي ناروغیو اخته دي لیري شی

· له بیمارو ژویو څخه د امکان په حد کې ځان وژغوری

· هغه کسان چې په تنفسي ناروغیو اخته دي، باید چې د ټوخي اخلاق مراعات کړي. یعني، باید د ټوخي په وخت کې د ډوډۍ، اوبو، خلکو، او نورو عامه ځایونو څخه ډه ډه وکړي.


تر دي دمه د ووهان نوی کوروناویروس یا ((2019-NCoV ۱۷ کسان وژلي او ۵۰۰ کسان چې په دغه ناروغۍ اخته دي، مالوم شوي دي.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada