google36091df1dc448a68.html د ټورنټوښار یو ملا امام په یوې میرمن باندې د پرلپسي جنسي تیري په تور د پولیسو لخوا ونیول شو
  • Symposium Media

د ټورنټوښار یو ملا امام په یوې میرمن باندې د پرلپسي جنسي تیري په تور د پولیسو لخوا ونیول شو

چهارشنبه، جون ۱۹، ۲۰۱۹

ټورنټو، کاناډا

ټورنټو پولیس خبر ورکوي چې ۴۹ کلن امام سید زیدي يي په یوې میرمن باندې له کلونو را پدېخوا د پرلپسي جنسي تیري په تور نیولی دی.

پولیس زیاتوي چې د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په لومړیو کې یوې میرمنې دوی ته شکایت وکړ چې د خپل جومات د ملا امام لخوا په پرلپسي توګه پرې جنسي تیرې شوی. د دغه مېرمنې د شکایت پر بنسټ د ټورنټو پولیسو پلټنې پیل کړي.

د پولیسو خبرپاڼه زیاتوي، چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې يې په جومات کې د ملا زیدي سره وکتل.

له دغه کتنې وروسته ملا زیدي د مېرمنې کورته ورغی. هلته يي نوموړې مېرمن قانع کړه چې پیریان لري، او بیرته يې خپل هستوګنځي ته له ځان سره راوستله.



یادشوي ملا امام پر دغې مېرمن باندې د مذهبي مراسمو په بهانه لمړی ځل لپاره جنسي تیری وکړ.

وروسته بېا نوموړي ملا امام پردغه مېرمن باندي د کلونو په اوږدو کې پرلپسي تیری کاوه.

ملا امام څو څو ځله دغه مېرمن په وهلو – ژوبلولو ګواښلې وه، او دا کواښ یې کړی وه چې که چیرته شکایت وکړ نو ټول جماعت ته به يي وشرموي.

دا په داسي حال کې ده چې ملا امام له خپل مقام څخه په استفادې سره له دغې مېرمنې څخه جنسي ګټه پورته کوله او تر کنټرول لاندي يي ساتله.

د روانې اوونۍ د سه شنبه په ورځ، د جون په ۱۸، ۲۰۱۹ کله چې ملا زیدي غوښتل چې د ټورنټو د پیرسون هوايي ډګر له لارې له کاناډا څخه بهر ته ولاړ شي، د پولیسو لخوا ونیول شو.

د پولیسو لخوا په نوموړي باندي لاندې تورونه لګول شوي دي.

1- د اعتبار ماتول

2- درۍ ځله جنسي تیری

3- په مرګ ګواښل

4- جنايي ځورول

ملا سید زیدي نن د چهار شنبه په ورځ (جون ۱۹، ۲۰۱۹) د سهار په لسو بجو لمړنۍ محکمې ته حاضر کړی شو.

د ټورنټو پولیسو اندیښنه څرګنده کړې چې کیدای شي د نوموړي ملا امام نور قربانیان هم شتون ولري.‌

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada