google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

د کاناډا Crime Stoppers (د جرمونو مخ نیوونکي) 50,000 ډالره ‏انعام اعلام کړ

لیوال: اسدالله شریفي

تورنتو آنټریو ((25/06/2019د جرمونو مخ نیوونکې ادارې نن اعلان وکړ چې هر هغه څوک چې د ۲۴ کلن ټې کوان رابرټسون (T'Quan (Robertsonپه اړه، چې د احتمالي قتل په تور تورن دی، پولیسو ته کره مالومات ورکړي، ۵۰۰۰۰ ډالر انعام به ورکړل شي.


پولیس رابرټسون د لاندي جرمونو په تور غواړي:

1. په عامه ځای کې د ټوپک ډزې

2. د قتل نیت

3. دوه شدید بریدونه


رابرټسون په وسله سنبال او ډیر خطرناک دی. که مو ولید، خبرې مه ورسره کوی، او ژر تر ژره پولیسو ته د ۹۱۱ له لارې خبر ورکړی.


د رابرټسون په ډزو کې یوه ۵ کلنه او یوه ۹ کلنه نجلۍ ټپې شوې دې.


د ډزو په مهال په پاک کې ۱۱ ماشومانو شتون درلود.


که چیرته غواړی چې هویت مو پټ پانه شي نو د جرمونو مخ نیوونکې ادارې سره د 1800-222-TIPSله لارې اړېکه ونیسی.

29 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada