google36091df1dc448a68.html د یمن حوثي یاغیان وايي چې زرګونه سعودي سرتیري يي نیولي دي
  • Symposium Media

د یمن حوثي یاغیان وايي چې زرګونه سعودي سرتیري يي نیولي دي

اسدالله شریفي

۲۸ سپتمبر ۲۰۱۹


خبرونه د د حوثي یاغیانو د یوه ویاند له خولې وايي چې د عربستان د نجران په ښار کې، د دغه هیواد درۍ پوځي لواګانې، دوی ته تسلیم شوې دې.


دغه ویاند ویلي دي چې زرګونه سرتیري دوی ته تسلیم او بې شمېره نور نیول شوي دي.


ډګروال یحی ویلي دي چې ټوله نیول شوي سرتیري به د تلویزیون په مخ ښکاره کړي.


د یمن جګړه په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال پیل شوه چې د دغه هیواد ولسمشر منصور هادي د حوثي یاغیانو له یرغل وروسته د صنعاء له ښار څخه په تېښته بریالی شو.


د ۲۰۱۶ کال را په دیخوا په په یمن کې څه نا څه ۷۰۰۰۰ کسان وژل دي، او ۸۰٪ یا ۲۴ میلیونه خلک له قحطۍ سره مخ دي.


سعودي عربستان، مصر، او د عربو متحده امارات له ولسمشر منصور هادي ملاتړي دي. ایران او عراق د حوثي شیعه ګانو څخه ملاتړ کوي.

17 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada