google36091df1dc448a68.html زه نن د یو مستقل هیواد په مشرۍ دلته راغلی یم
  • Symposium Media

زه نن د یو مستقل هیواد په مشرۍ دلته راغلی یم

لیکوال: اسدالله شریفي



په داسي حال کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي يي کیڼ لوري ته ناست و، د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل؛ "زه نن د یوه مستقل هیواد د مشر په توګه دلته ‏(پاکستان ته) راغلی یم".




د افغانستان ولسمشر، په سویلي او شمالي اسېا کې د اقتصادي موقعیتونو په هکله، د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انسټیټیوټ ته بشپړه وېنا وکړه.


ولسمشر غني دا هم وویل، "د دې لپاره چې مخکې ولاړ شو، نه غواړم چې تېرې ستونزې یادېکړم، خو غواړم چې د دوو ټکو پر توپیر خبرې وکړم.یوه بده لار ده،چېد تګلارېد نشتواليپه مانا نه ده، خود تیروتنود تکرار په مانا ده. نن داسې مهال پاکستان کې یوو چې بده تګلاره روښانه شوې،او موږ د ښې تګلارې د جوړېدو په لټه کې یوو".


د افغانستان ولسمشر زیاته کړه،"افغانستان اوس یو وچ هیواد نه دی، بلکه د سویلي او شمالې اسېا څلور لاری هیواد دی".


ولسمشر غني پاکستان ته له پوره تیاري سره تللی و، او د یو پروفسور او ستراتیژیسټ په شان يي ګډونوالو ته وینا کوله.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada