google36091df1dc448a68.html سوله او سیاسې بلوغ
  • Symposium Media

سوله او سیاسې بلوغ

اسدالله شریفي، سمپوزیم میډیا

سیاست د هرې کورنۍ د جوړښت بنسټ دی. د سیاست تر ټولو کوچنۍ برخه د دوو کسانو تر مینځ اړیکې دې. دا اړیکې شاید چې د مینې په بنسټ ولاړې وې او شاید چې د تجارت او یا نورو انسانې راکړه ورکړو په تار نښتې وې. سیاست دوه اړخونه لرې، سوله او جګړه. کله چې د دوو اړخونو ګټې یو له بل سره سمون ولرې نو سوله پیاوړې شې. او کله چې دغه ګټې تر ګواښ لاندې راشې نو تاوتریخوالی را مینځ ته شې. سیاسې ګټې د هر چا لپاره بیل تعریف لري. د بېلګې په توګه، کپیټالسیت هیوادونه خپلې ګټې په پیسو کې وینې. اسلامې هیوادونه خپلې ګټې د دین په ساتلو کې وينې. ځینې هیوادونه لکه کوبا او ونیزویلا کمونیسټې ایدیولوژۍ لرې او له دغه ایدیولوژیو څخه سخته دفاع کوي.


کله چې د انسانانو سیاسې باورونه سره بیل شې نو سوله له ګواښ سره مخامخ شې. د سیاست په ډګر کې تر ټولو اړین ټکی سیاسې فلسفه او یا سیاسې تګلاره ده. هغه هیوادونه چې سیاسې فلسفه و نلرې، له هر بدلون سره بیل بیل قوانین پکې را مینځ ته کیږي. د بېلګې په توګه به افغانستان ته وګورو. په افغانستان کې د هر بدلون سره اساسې قانون بدلیږې، بیرغ بدلیږې، ملې نښان بدلیږې او حتی ملی سرود بدلیږې. دا په ظاهر وړوکې بدلونونه د یوه هېواد سیاسې پوهاوی، او سیاسې بلوغ (Political (Maturity) برالا کوې.


هغه هیوادونه چې ملې سیاست يي بلوغ ته رسیدلی وې او د سیاسې فلسفې لرونکې وې، هغه په هر حالت کې نسبې سوله ساتلی شې. هغه هیوادونه چې سیاسې بلوغ او سیاسې فلسفه ونلرې او په ډیکټاټورې کړنلاره ولاړ وې، تل د تاوتریخوالې امکان پکې لیدل کیږې. د بېلګې په توګه به سومالیا ته یو نظر واچوو. سومالیا، لکه افغانستان، له بېلو بېلو قومونو څخه جوړه شوې ده. سیاسې تګلاره او فلسفه نلرې. خلک يي بیلابیلې عقیدې لرې. د هر قوم او ټبر ګټې يې په بېلو کارونو کې نغښتې دې. نو له پېړیو را پدې خوا پکې سوله شتون نلرې. هر کله چې دغه هیوادونه په یوه ملې سیاسې فلسفه یو له بل سره موافقه وکړې نو سوله به يې په نصیب شې.


د یوه هیواد په سیاست کې تر ټولو مقدس سند اساسې قانونو دی. اساسې قانون باید د ټولو وګړو ګټې په نظر کې ونیسې. د هیواد ټول قومونه او قبېلې باید له دغه سند سره موافقت ولرې. اساسې قانون د یو هیواد سیاسې قدرت او سیاسې فلسفه خوندې ساتې. د افغانستان په اوسنې کړکیچ هم باید اساسې قانون خوندې وساتل شې. په اساسې قانون کې بدلون یو معمول عمل دی، خو د نوې اساسې قانون لیکل او د اوسنې اساسې قانون له مینځه وړل د افغانستان له ملت سره لویه جفا ده. د سولې په خبرو اترو کې باید د افغانستان اساسې قانون، ملې بیرغ، ملې نښان او ملې سرود باید خوندې وساتل شې. دا ځکه چې په دغه څلورو څیزونو کې د افغانستان ملې هویت نغښتی دی.


د افغانستان د څلورو لسیزو تاوتریخوالې دا وښوده چې هیڅ کومه ډله نشې کولی چې په یوه لاس دغه غرنی هیواد اداره کړې. د دغه کړکیچ ټولې خواوې باید د افغانستان اساسې قانون ته درناوی وکړې. که چیر ته په اساسې قانون کې تغیرات رامینځ ته کول غواړې، نو د افغان د ټول ملت سره باید مشوره وکړې. ځکه اساسې قانون، ملې، انفرادې، خصوصې، او عقیدوې موضوګانې خوندې ساتې. اساسې قانون ته درناوی د افغانستان ستر ملت ته درناوی دی. له اساسې قانون څخه سرغړونه د افغانستان له ستر ملت سره جفا ده. سوله باید د افغانستان د ملې بیرغ، اساسې قانون، ملې نښان او ملې سرود تر سیورې لاندې وشې. که چیرته د کړکیچ ټولې خواووې دغه پوهې (تفاهم) ته سره و نه رسیږې، نو ډیر ژر به د سولې لمن ټوله شې.


په پای کې باید وویل شې، لکه څنګه چې سوله د افغانانو حق دی، همدا راز د دوی د مدنې حقونو خوندیتوب هم یو حق دی. د سولې تر نامه لاندې نباید چې فردې آزادۍ، مدنې حقونه، او د ښځو حقوق تالا شي. د کړکیچ ټولې خواوې باید د افغانستان خلکو ته خپل سیاسې بلوغ وښیې. افغانستان اوس یوه ډیموکراسې ده. په ډیموکراسۍ کې کړکېچونه په رایو او ټاکنو سره حل کیږې. د ټوپک ځړول، او د خبرو اترو پیلول د ښکلیو لوریو سیاسې پخوالی ښیې.





46 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada