google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

سپوږمۍ انا -- دویمه برخه

Updated: Feb 25

لیکوال: اسدالله شریفي


سپوږمۍ انا: زما د زړه ناتاره رنځه نه دې دارو شته نه دې حال ویلی شمه


کلیواله: سپوږمۍ انا ستړې مشې! څه ښکلې لنډۍ دې ویله.


سپوږمۍ انا: خواره مشي.


کلیواله: څه کوې؟


سپوږمۍ انا: وا، لورې، په کاله کې مې زړه تنګ شو نو بڼ ته را کوزه شوم. خو بڼ ته د ټیټیدو په مهال مې ګدر ته پام شو. زموږ د ځوانۍ په وخت کې به په دغه ګدر باندي څه شور ماشور و. ټولې همزولې به دلته را کوزې شوو او د کلي او ولس په هکله به مو کېسې کولې. رنګارنګ جامې به مو اغوستې وې او یو له بل سره به مو سیالې کوله. اوس مي له همزولو څخه د ګوتو په شمیر ژوندۍ دي. له دغه ځاي څخه زه اویا کلنې خاطرې لرم. خو اوس دغه ګدر خړ پړ دی. نه یوازي دا چې خلک بدل شوي دي، چاپیریال هم اوښتی دی. هغه مرغان به چې زموږ په وخت کې دلته چوڼیدل، اوس په سترګو هم نه لیدل کیږي. آه! خدایه! څه وختونه وو.

کلیواله: نو ستاسو او زموږ د وختونو تر مینځ څه توپیر دی؟


سپوږمۍ انا: زموږ وختونه، ستاسو له زمانې سره زښت ډیر توپیر لري. زموږ په زمانه کې زړونه سپیڅلي و. کېنه نه وه. د ځان غوښتنې کچه ډیره ټېټه وه. هر څه به مو چې لرل، له یو او بل سره به مو شریکول. خلک زړه سواندي وو. د مشرانو قدر ډیر و. اوس چې له مور څخه وشي، نو تر مور ځان هوښیار ګڼي. د مشر او کشر ځایونه بدل شول. کشران اوس د مشرانو لوبې کوي، او مشران د کشرانو. زموږ په زمانه کې خلک په لږ راضي و، خو اوس په هیڅ نه دي راضي. زموږ په وخت کې مجلسونه وو، جرګې وې، اتڼونه وو، میلې وې. ستاسو په زمانه کې جګړې دې. جهادونه دې. دردونه دي. غمونه دي. زموږ په زمانه کې به خلک په باغونو او بامونو کې بیدیدل. ستاسو په زمانه کې خلک لا په جوماتونو کې خوندي نه دي. وا، لورې! زموږ او ستاسو د زمانې ډیر توپیر دی. خو یو څه په خپل حال پاته دي.


کلیواله: کوم شی په خپل حال پاته دي؟

سپوږمۍ انا: وا، لورې! هغه د نارینه وو او ښځو نا برابرې ده. هغه د خویندو او میندو په مقابل کې بیعدالتې ده. هغه په مړو سترګو د ښځو د حق خوړل دي. زموږ په زمانه کې هم سړیو د ښځو لپاره پریکړې کولي او اوس يي هم کوي. وا، لورې! ته نه پوهیږي چې زموږ په کلي کې یوه ښځه هم خپل واک نلري. ماشومانې نجونې د وروڼو او پلرونو په لاس ودیږي. نکاح يي هم په زور او جبر تړل کیږي. ښځې د ښونځی څخه بې برخې دې. له علم څخه بې برخې دې. خپل سرنوشت نه شي ټاکلی. د خپل ژوند د ملګري په هکله د تصمیم حق نلري.


زموږ کلیوال ځانونه مسلمان بولي. په خوله باندي د شریعت، شریعت چېغې وهي، خو په پېړیو، پېړیو له شریعت څخه بې خبره دي. شریعت نر او ښځې ته ډیر حقونه ورکړې دي، خو افسوس، افسوس چې زموږ د کلې قانون یوازې د سړیو په ګټه دی. زموږ ټولنه ډیره نیمګړې ده. که دې پام ورته کړی وي، ځینې خلک ښځو ته تور سرې وايي.‌ ځینې يي عاجزه بولي. ځیني نور يي ناقص العقله بولې. زموږ د کلي لویه ناخواله دا ده چې مورانې بي علمه دي. سړیانو په خپل لاس په خپلو کورونو کې د پوهې ډیوې وژلې دې. تر څو د نر او ښځې تر مینځ عدالت را نشي، زموږ کلی به د تورتم په لومو کې ګیر وي. د مظلوم انسان د حق خوړل د شریعت خلاف عمل دی.


کلیواله: سپوږمۍ انا، ستا ټولې خبرې سمې او پر ځاي دي. کاش چې ډیره درته غوږ شوې وای، خو که مي پلار او یا ورور دلته وویني، نو پوست به مي کړي. د اوس لپاره د خداي پامان.

30 views

Recent Posts

See All
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada