google36091df1dc448a68.html سپوږمۍ انا: لمړۍ برخه
  • Symposium Media

سپوږمۍ انا: لمړۍ برخه

Updated: Feb 25

لیکوال: اسدالله شریفي

کلیواله: سپوږمۍ انا ستړې مشې!


سپوږمۍ انا: خواره مشې. ته ستړې مشې.


کلیواله: چیرته روانه یي؟

سپوږمۍ انا: زیارت ته ځم.


کلیواله: په زیارت څه کوې؟


سپوږمۍ انا: وا، لورې، زیارت ته ځکه ځم چې په کاله کې مو ستونزې خورا زیاتې شوې دې. نو ځم چې له پیر بابا څخه د دغه ستونزو د حل لپاره دعا وکړم.


کلیواله: خداي مکړه! خیرت خو به يي؟ څوک خو به ناروغ نه وي؟


سپوږمۍ انا: وا، لورې! څه درته ووایم؟ که ناروغ نه دي روغ هم نه دي. زموږ د کاله ټول اوسیدونکي ګونګیان شوې دې. هیڅوک له یو او بل سره خبرې نکوي. په ډک کور کې ټول یوازي دي. کله چې په دسترخوان هم راټول شي، یو او بل ته نه ګوري. د ټولو سرونه خم وي. آه! لویه خدایه! لویه خدایه! دا زموږ په کور څه ټکه راولویده. دا څه را وشول؟ زه خو هیڅ نه پوهیږم.


کلیواله: دا څه شان بېمارې ده؟ اوو سپوږمۍ انا، په ژبو به يي پیریان ناست وي. آغا صاحب ته ورشه ګوندې وي چې سم تاویز درکي او روغ شي.


سپوږمۍ انا: وا، لورې! زه بیریږم چې د آغا صاحب کورنۍ به هم په دغه ناروغۍ اخته وي.‌ دا ناروغې د وبا غوندې ده. ټول مخلوق يي یا نیولی دی او یا يي نیسي. خداي مو دې ترینه خلاص کړې. د آغا صاحب د تاویز زور نه ورته رسیږي.


کلیواله: دا نو بیا خورا سخته ناروغې ده. الله مو دې ترې وساتي. آیا علاج لري؟

سپوږمۍ انا: وا، لورې! یوازي علاج يي د برېښنا له مینځه تلل دي. تر څو چې برېښنا وې، دا بلا زموږ او ستاسو سره مل ده! زه پوهیږم چې د پیر بابا هم دې بلا ته زور نرسیږي، خو بیا هم روانه یم چې خپل زړه خوشال کړم.


کلیواله: دا نو څرنګه بلا ده چې په برېښنا پورې تړلې ده؟


سپوږمۍ انا: وا، لورې! نوره نه پوهیږم خو د هر چا په لاس کې یو روښانه ډبلی دی. ټول په دغه روښانه ډبلي کې بوخت دي. نه څوک چاته سلام اچوي. نه څوک له چا سره خبرې کوي. حتی له خلکو څخه لمونځ پاته دی. زموږ د کور ټول غړي یا په ډبلیو کې فلمونه ګوري. یا له دغه ډبلیو سره خبرې کوي. خداي مو دې له دغه بلا څخه خلاص کړي. دغه بلا دیوالونه، دروازې او کړکۍ ټول ونړول. عجېبه خو دا ده چې دغه ډبلیو، لیري خلک سره نږدي، او نږدې خلک يي یو له بل څخه لیري کړل. زما لور له خپلې ملګرې سره په امریکې کې غږیږي. خو زما خوارې سره په خپل کور کې څوک نه غږیږي!

توبه! توبه! خدایه توبه!


کلیواله: هو، سپوږمۍ انا، د دغه ډبلي نوم مبایل دی.


سپوږمۍ انا: زه خو پیر بابا ته را ورسیدم. ورځه لور جانې، مور ته دې سلام کوه.

48 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada