google36091df1dc448a68.html سپوږمۍ انا: ښونځی سوځل
  • Symposium Media

سپوږمۍ انا: ښونځی سوځل

زه بیریدم چې د کوم کلیوال کور وران شو. خو داسې نه پوهیدم چې زموږ ټول کلی په اور کې وسو.

لیکوال: اسدالله شریفي


افغان ښونځیونه د اور د لمبو خوراک دې

سپوږمۍ انا: دا څنګه دود دی چې د لودیځ له خوا پورته کیږي. خداي خبر چې څه شي اور اخیستی دی؟ ځم چې و يي گورم. خداي مکړه چې د کوم کلیوال کور نه وي. چې لکڼړه مي څه شوه. زړبودې هم بد شی ده.


کلیواله: سپوږمۍ انا، ستړې مشي! کوم لوري ته دي نیت کړی دی. خیریت خو به وي؟


سپوږمۍ انا: خواره مشي لورجانې. هغه دود ته گوره. نه پوهیږم چې د کوم کلیوال کور او یا خرمنځای اور اخیستی دی. ځم چې خبر يي واخلم. خداي مکړه چې څوک پکې ژوبل شوي نه وي.


کلیواله: زه هم د خپلې خور کره ځم. درځه په ګډه به ولاړې شو. زه به هم رو رو ستا پر پله ولاړه شم او کېسې به درسره وکړم. خوښه دې ده؟


سپوږمۍ انا: وا، لوري! ولي مي خوښه نه ده. اوردیلي دې دي چې وايي: له یوه څخه دوه ښه دي. در ځه چې ځو.

کلیواله: سپوږمۍ انا، ته چې پېغله وي، له همزولو سره به مو څه کول؟


سپوږمۍ انا: هاهاهاها! لورجانې، که رښتیا درته ووایم، ما پیغلتوب نه دی لیدلی.‌ زه څوارلس کلنه ماشومه وم چې واده يي کړم. په هیڅ هم نپوهیدم. د ډوډۍ پخول مي نه وو زده. په تناره کې مي اور نشوی لګولی. بس نو، پلار خداي بښلي مي‌ په سره اور واړولم. کله چې د میړه کور ته ولاړم، په هیڅ هم نه پوهیدلم. د واده په ورځ په مرګ بیریدلم. فکر مي کاوه چې دوزخ ته روانه یم. د نکاح په شپه دوه لوي لوي سړي راغلل او ستنې يي راڅوخولې چې ژر شه د نکاح پلار ونیسه. له ډاره په خولو کې لمده، خېشته وم. څه در ته ووایم. زموږ وختونه هم ډیر تېاره وختونه وو. خسر او خواښې مي ډیر تیری راسره کاوه. چې د اوداسه اوبه به مي لږ وځنډولې، بیا به يي وهلم. زموږ د اولس هم عجیب یو دود او دستور دی. ښځه سخته پایمال ده. خداي دې ایمان راکړي، او لورې. دنېا خو هسې په غمونو او دردونو کې را باندې تېره شوه. آخرت مو دې خدای سم کړي.

کلیواله: یو څوک خو ډیر په بېړه بېړه را روان دي. خدای دي خیر کړي چې څه خبره ده. چې را نږدي شي تپوس به ورڅخه وکړو چې دا اور چیرته لګیدلی دی.


کلیوال: سپوږمۍ انا، ستړې مشې.

سپوږمۍ انا: خوار مشي. ته ستړی مشي. چیرته روان يي؟ دا اور چیر ته لګیدلی دی؟ د چا په کور ټکه را لویدلې ده؟


کلیوال: کوم چا ښونځی ته اور اچولی دی. ټول کتابونه يي سوي دي. کلیوال يي هم له بیرې نشي ګلولی، ځکه بیریږي چې د شپې به څوک دوي مړه کړي. زه ځم چې مور او پلار به مي راپسي خواشیني وي.


سپوږمۍ انا: ورځه زویه. ورځه! مور ته دې زما سلامونه وایه.


سپوږمۍ انا: زه بیریدم چې د کوم کلیوال کور وران شو. خو داسې نه پوهیدم چې زموږ ټول کلی په اور کې وسو. ځوانې تلوسې د اور خوراک شوې. علم او پوهه په اور کې سوځیږي. په پوهنځی باندې اور بل دی. دا دښمن مو حتی راتلونکې نسلونه د اور کندې ته غورځوي. آی! اولسه! زما بیده، اولسه! ته به څه وخت را ویښیږي؟ ته به څه مهال پوهیږي؟ ته به کله را خوځیږي؟ آه! آه! آه!


سپوږمۍ انا: وا، لورې! زه به په دغه ډبره کښینم. نور مي د زړه قوت وخوت. په پښو کې مي د تګ زور نشته دی. ته ورځه. خور ته دې زما سلامونه ووایه. زه به د خپل کلي په ویر کې اوښکې توېې کړم. اوښکې...

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada