google36091df1dc448a68.html طالبانو یوه میرمن د میړه سره د خیانت په تور ویشتلې ده
  • Symposium Media

طالبانو یوه میرمن د میړه سره د خیانت په تور ویشتلې ده

Updated: Jul 3, 2019

اسدالله شریفي

د فاریاب ولایت دولتي چارواکو او د بشري حقونو کمیسیون تایید کړې ده چې د قیصار په ولسولۍ کې د طالبانو ډلې یوه میرمن په ډزو ویشتلې ده. په دغه پېښه کې د ویشتل شوې میرمنې دری کلن زوی هم وژل شوی دی.


طالبان په جوزجان ولایت کې یوه مېرمن د نامشروع اړیو په تور وژنې.)آرشیف

د فاریاب د بشري حقونو د کمیسیون رئیس، ذبیح الله جواد ویلي دې چې طالب ډلې یوه پنځه ویشت کلنه مېرمن د "نامشروع اړیکو" په تور د خپل پلار په کور کې نیولې او ویشتلې ده.


ښاغلي جواد ویلي دې، چې "ددغې مېرمنې میړه په دې نیږدو کې له ایران څخه را غبرګ شوی و او د خپلې مېرمنې څخه يي طالب ډلې ته شکایت کړی و. طالب ډلې دغه میرمن د پلار په کور کې په مرمیو ویشتلې ده. په دغه ډزو کې د دیادې مېرمنې یو دری کلن زوی هم وژل شوی دی".


د فاریاب ولسوال، رحمت الله قیصار ویلي دي چې طالبانو دغه مېرمن پرته له کومو شواهدو ویشتلې ده.


طالبان لا تر اوسه د دغې پېښې په اړه پټه خوله دي.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada