google36091df1dc448a68.html لمر او باد
  • Symposium Media

لمر او باد

ژباړن اسدالله


د ماشومانو لپاره لنډي کیسې

لمر او باد


یوه ورځ لمر او باد بحث درلود. "زه له تا څخه ځواکمن[1] یم،" باد وویل. "نه، ته نه يي،" لمر وویل. په دغه شیېه کې دوی یو مساپر ولید چې په لار روان و. هغه یو څادر اغوستی و. لمر او باد هوکړه[2] وکړه چې هر څوک چې وکولی شي د دغه مساپر له اوږو څخه څادر لیري کړي، هغه ځواکمن دی.


لمړی نوبت د باد په برخه شو. باد په خورا زور سره په چلیدو پیل وکړ، تر څو وکولی شي د مساپر له اوږو څخه څادر لیري کړي. خو څومره چې باد زور واخیست، همدومره مساپر خپل څادر په ځان پوري ټینګ کړ. دغه ټېله تمبه تر هغه پوري اوږده شوه، تر څو د باد نوبت ختم شو.


اوس نو د لمر نوبت را ورسید. لمر په ګرمۍ سره موسکی شو. مساپر په خپل بدن باندي د لمر توده موسکا احساس کړه. د لمر موسکا لا هم ګرمه او ګرمه، توده او توده شوه. اوس نو مساپر خپل څادر ته اړتیا نه لرله. هغه څادر له خپلو اوږو څخه لیري کړ او په ځمکه يي وغورځاوه. او لمر له باد څخه ځواکمن اعلان شو.

د دغه کیسې حکمت: هغه څه چې یوه ګرمه موسکا لاس ته راوړلی شي، زور يي نشي راوړلی




THE WIND AND THE SUN

Once the Wind and the Sun had an argument. “I am stronger than you,” said the Wind. “No, you are not,” said the Sun. Just at that moment they saw a traveler walking across the road.

He was wrapped in a shawl. The Sun and the Wind agreed that whoever could separate the traveller from his shawl was stronger.

The Wind took the first turn. He blew with all his might to tear the traveller’s shawl from his shoulders. But the harder he blew, the tighter the traveller gripped the shawl to his body. The struggle went on till the Wind’s turn was over.


Now it was the Sun’s turn. The Sun smiled warmly. The traveller felt the warmth of the smiling Sun. Soon he let the shawl fall open. The Sun’s smile grew warmer and warmer... hotter and hotter. Now the traveller no longer needed his shawl. He took it off and dropped it on the ground. The Sun was declared stronger than the Wind.


Moral: Brute force can’t achieve what a gentle smile can.


[1] قوي

[2] موافقه

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada