google36091df1dc448a68.html نارسسیزم یا ژوره ځان پالنه
  • Symposium Media

نارسسیزم یا ژوره ځان پالنه

Updated: Apr 19, 2019

لیکوال: اسدالله شریفي


Narcissus (1590s) by Caravaggio (Galleria Nazionale d'Arte Antica, Rome)

له خطرناکوشخصیتي ناروغیو څخه یو نارسسیزم یا ژوره ځان پالنه ده.‌ په ارواح پوهنه کې نارسسیزم یو خاص ځاي لري. د نارسسیست سره اوسیدل خورا ستونزمن او دروند کار دی. نارسسیست دومره په خپل ځان مین وي چې پرته له خپل ځان څخه بل هیڅوک هم نه ویني. نارسسیست ځان ته په دومره لویه سترګه ګوري چې ته به وايي په نړۍ کې یوازي دی اوسیږي. نارسسیست ځان په هر څه کې تر ټولو لوړ ګڼي. هغه پوره باور لري چې په نړۍ کې یوازي دی پوهیږي. ټول خلک باید هغه ته غوږ شي. نارسسیست باور لري چې دی تر ټولو ډیر شتمن دی. هغه پر نورو باندي مشري کول خپل ژینیټیکي حق بولي.

د نارسسیست بله بیلګه دا ده چې سخت بیرحم او بې ادب هم دی. هغه په هر ځاي کې، د هر چا په مخکې، کولی شي چې د یو چا آبرو یوسي او که يي زور ورسیږي، نو په یو چا فیزیکي تیری هم کوي. نارسسیست یو دومره ماهر درواغجن دی چې ته به وايي هره خبره يي بې له شکه حقیقت دی. هغه په سپینو سترګو او په پوره بیشرمۍ سره درواغ وايي. نارسسیست ځان سیاستوال، معالج، عالم، جامع الکمالات او تر ټولو ښایسته ګڼي. کله يي چې نفس تر برید لاندي راځي نو په پوره زور سره د خپل نفس دفاع کوي. هو، نارسسیست، هیڅکله هم ملامتیا نه مني.

د نارسسیست دریم خصلت دا دی چې هغه په غولولو، تاثیر اچولو، چالبازۍ، مکارۍ او فریبکارۍ کې دومره ماهر دی چې هیڅوک يي هم مخه نشي نیولی. د بیلګې په توګه، که چیرته د نارسسیست یو چا ته زور ورسیږي، نو په زور خپل هدفونه ورباندي مني. که یي چیرته زور و نه رسیږي، نو په ژړا، زارو، ښیراوو، او سلو نورو مکاریو مخالف لوری تر تاثیر لاندي راولي او خپل هدف ته ځان رسوي.

نارسسیست په هیچا، حتی په خپلو بچیانو، وروڼو، خویندو او دوستانو باندي هم رحم نلري. په ظاهر ډیر فداکار، مینه ناک، مهربان او خوږ ښکاري، خو کله چې له پردې څخه را ووزي نو د پړانګ په څیر خونړي غاښونه او منګولې لري. وروسته له هغه چې په یو چا برید وکړي، بیا ډیر ژر پښیمانیږي، خو هیڅکله هم توبه نه باسي او ډیر ژر بیرته خپل لمړي حالت یعني ځان پالنې ته را ګرځي.


نارسسیست یوه یوناني کلمه ده چې د زاړه یونان په حماسو کې خورا ژور ځاي لري. نارسیسوس یو ښایسته زلمی و چې د یوې ښاپیرۍ مېنې ته يي هیڅ پام نه و. یوازي په خپل ځان مین و او تل به يي‌ خپل ځان ته په اوبو کې کتل.

اوس چې د نارسسیسم په مانا وپوهیدی، هېله من یم چې په خپل چاپیریال کې نارسسیستان وپیژنی او ځان ورځني وژغوری.

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada