google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

نوی کورونا ویروس په ډیره بیړه خپریږي

اسدالله شریفي

جنوري ۲۸، ۲۰۲۰

د چین د روغتیايي چارو کمیسیون نن په یوه غونډه کې وویل چې، "په کورونا بیمارۍ د ککړو خلکو شمېره ۴۵۰۰ کسانو ته رسیدلی ده، او ښايي چې دغه شمېره په بېړه سره لوړه شي".


نوموړي کمیسیون زیاته کړه چې د کورونا د ویروس د مړیو شمېره ۱۰۶ کسانو ته رسیدلې ده.


د کمیسیون په خبره، "ټول هغه کسان چې د کورونا د بیمارۍ لاس وژل شوي دي، یا د ووهان ښار ته تللي و، او یا د هماغه ښار اوسیدونکي دي."


د امریکا د بیماریو د مخنیوي او کنټرول اداره (سي ډي سي) وایي، مساپران باید ماسکونه واغوندي او لاسونه ډیر ژرژر ومینځي. د نړیوالي روغتیايي ادارې لخوا هم د (سي ډي سي) ادارې ته ورته خبر ورکول کیږي.

لا تر اوسه د نوې کورونا د بیمارۍ اصلي علت نه دی مالوم شوی او د مخنیوي لپاره يي هم کوم واکسین او یا دارو درمل شتون نلري. د نوموړې بیمارۍ د مخنیوي یوازینۍ لاره له دغه بیمارۍ څخه د ځان ژغورل بلل شوي دي.


پاملرنه: دا خبر ادامه لري او هرکله چې د نړیوالو روغتیايي ادارو لخوا نوي مالومات را ورسیږي، سمپوزیم میډیا به يي له خپلو لوستونکو سره شریک کړي.

18 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada