google36091df1dc448a68.html
  • Symposium Media

ولسمشر ترمپ رښتېا چا ته ګواښ وکړ؟

اسدالله شریفي


ولسمشر ټرمپ

په سیاست کې د یو منل شوی اصل دی چې ولسمشران په خبرې ناستو کې مخامخ خپل سیال ته ګواښ نکوي، او خپله خبر د "در تو را میگویم و دیوار تو بشنو"، تر پوښ لاندي خپل سیال ته رسوي. که د ولسمشر ترمپ خبرو ته چې ويي ویل"، زه که وغواړم افغانستان د نړۍ له نقشې څخه محو کوم"، ځیر شو، په حقیقت کې دغه ګواښ عمران خان او د هغه هیواد پاکستان ته و. ځکه، د امریکې حکومت، په خاصه توګه د پاکستان سره د افغانستان په خبرو کې ښکیل دی. په افغانستان کې د طالبانو روزنه، په وسلو سنبالول، سیاسي ملاتړ، او افغانستان ته د هغوی استول، ټول د پاکستان په مدرسو کې د آی ایس آی د دیني اجینټانو له لوري تر سره کیږي. ترمپ له افغانستان سره هیڅ ستونزه لري.


په حقیقت کې، ولسمشر ترمپ، پاکستان ته ګواښ وکړ چې که زه وغواړم، نو د پاکستان شتون له حتمي ګواښ سره مخامخ کولی شم. خو، افغاني سیاسیون، له سیاسي شعور پرته، خپل نظریات خپروي، تر څو په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځانونو لپاره رايې وګټي. د امریکې اوسنی حکومت، په خاصه توګه، ولسمشر ترمپ، په افغانستان کې سولې ته ژمن دي. امریکا په افغانستان کې سولې ته د راتګ لپاره، د پاکستان خنډونه نه مني. د امریکا د حکومت دغه دریزهغه هیواد ته دعمران خان تګ او هغه ته د امریکايي دولت بې اعتنايي وه.


که افغانان حوصله وکړي نو امریکې ته د عمران خان د تګ علتونه او لاس ته راوړنې به روښانه شي. یوازي عمران خان امریکې ته نه و تللی، له هغه سره د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز هم مل و. همدا راز ویل کیږي، چې دغه لیدنه کتنه د سعودي عربستان د شهزاده په نوښت او مینځګلوی شوي ده. عمران خان هم له امریکې سره ژمنه کړې ده چې له طالبانو سره به خبرې اترې کوي، او هغوی به د افغانستان له حکومت سره جوړ جاړي ته په هر ممکن شکل تیاروي.


په افغانستان کې که څه هم جګړه توده ده، خو د سولې خبرې اترې هم تودې دې. د جګړې د زور اخیستلو اصلي لامل، په خبرو اترو کې له امریکې څخه د طالبانو غوښتنې دې. په راتلونکو اوونیو کې به هر څه روښانه شي. د ترمپ خبرو په فیسبوک کې افغاني مبارزین سخت را پارولي دي.‌ ځیني یي د ټوپک اخیستلو او له امریکې سره د مخامخ جګړې ټټرونه دربوي. خو سیاست د زغم، تدبیر، او لرلید علم دی. سیاست د احساساتي لیونیو کار نه دی. افغانانو د سیاسي احساساتو نتېجه لیدلې ده. احساساتي مشرانو هم ځانونه او خپل ملتونه په وینو لړلي دي.

133 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada