google36091df1dc448a68.html ټوپکسالاران ولي د سکولاریسم خلاف دي؟
  • Symposium Media

ټوپکسالاران ولي د سکولاریسم خلاف دي؟

اسدالله شریفي


سکولاریسم او جنګسالارې

سکولاریزم هغه مقدسه کلېمه ده چې د انسان شرف، حیثیت، عفت، اند، فکر، او عقل ته پکې ژور درناوی کیږي. سکولاریزم یعني د عقل بریا اوجهالت پایله. د سکولاریسم په فلسفه کې انسان تعقل ته را بلل کیږي او له جهالت څخه ژغورل کیږي. خو پوښتنه دا ده چې جنګسالاران ولي د سکولاریسم په خلاف سخت دریزه دي؟


که په ساده ژبه وویل شي، جنګسالاران هغه وخت په یوه ټولنه کې ځای نیسي چې هغه ټولنه بیسواده، فقیره، او جاهله وي. کله چې سکولاریزم توانمند کیږي، جنګسالاري ختمیږي. ځکه، د جنګسالارانو او ټوپک سالارانو ګټې په جګړه او ټوپک پوري تړلې دې. کله چې عقل او منطق د ټوپک او جګړي ځای ونیسي، له جنګسالارانو او ټوپک سالارانو څخه د دوی د ظلمونو او وحشتونو پوښتنه کیږي. نو ځکه ټوپکسالاران او یا د هغوی اجیران، سکولاریسم له فحشا سره تړي.


سکولاریسم له فحشا سره هیڅ تړاو نلري. په سکولار ټولنه کې، هر انسان کولی شي چې په خپله خوښه ژوند وکړي، او د نورو انسانانو د ژوند ټاکنو ته درناوی کوي. یو سکولار کولی شي چې خپل دین او مذهب و لمانځي، او د نورو انسانانو د خوښې لارو ته هم باید درناوی وکړي. جنګسالاران د نورو خلکو فکر او لارو ته درناوی نلري، نو ځکه د سکولاریسم یا (مردم سالارۍ) سخت مخالفت کوي.

منطق او عقل، د ټوپک سالارانو په وړاندي تر ټولو لوړ خنډ دی. ځکه، منطق او عقل، د دوی خونړۍ لارې نه مني. سکولاریسم، خلکو ته د حق پیژندلو او د حق اخیستلو لارې چارې په ګوته کوي. ټوپک سالاران او جنګسالاران، د ټوپکونو د میلونو او تپل شوو جګړو په مټو له خلکو څخه انتخاب او حق په زور او جبر اخلي. سکولاریسم، انسانان د رڼا (عقل او منطق) په لور رابولي. ټوپکسالاران او جګړه ماران يي د تیارې (جهل) په لور په زور ټېله کوي. د دغه ادعا ثبوط، په افغانستان کې له څلویښتو کلونو راهېسي د ښونځیونو سوځول، د زده کوونکو او ښوونکو وژل، د لارو او علمي ځایونو نړول، د حکومتي مامورینو ګواښوول او یا هم قتلونه دي.

عاقل انسان له تیارې (جهالت) څخه تښتي، خو جاهل انسان بیا خپله ګټه په تیاره کې ویني. د سکولاریسم سره جګړه، له روښنايې سره جګړه ده. په سکولارسیم کې، د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو، سپین سرو، او نورو ټولو انسانانو حق خوندي دی. خو په جنګسالاره او ټوپک سالاره ټولنه کې د هر انسان حق پایمال دی. له بده مرغه، د ټوپک سالارانو په منطق کې انسان یوازي د دوی د ګټو د خوندي ساتلو لپاره ارښت لري. کله چې د دوی ګټې په خطر کې ولویږي نو انسان وژل او هیواد نړول ورته یو اړین عمل بریښي. افغان اولس د دغه جنګسالارانو د رنګ بدلولو شاهدان دي. د روس په وقت کې دوی مجاهدین وو. د طالبانو په وقت کې مهاجرین وو. د امریکایانو او ناتو په وخت کې يي ږیري ټیټې کړي او د لویدځو قدرتونو لمن يي په دواړو لاسونو ونیوله.

اوس هم چې د دوی ګټې په خطر کې ولویږي، نو غرونو ته د ختلو ګواښونه پیل کړي. روښانه بېلګه يي د افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو په مهال، د ځینو جنګسالارانو له لوري، غرونو ته د ختلو ګواښونه وو. دا بېلګه په دې مانا ده چې هر کله چې د جنګسالارانو ګټې په خطر کې ولویږي نو دوی ټوپک ته مخ واړوي. ټوپک ته مخ اړول د منطق تر شا کول دي. په سکولار (روڼ انده) ټولنه کې ټوپک ځای نلري، ځکه منطق حاکم وي. روڼ اندان په دي باور دي چې، "کومه غوټه چې په لاس وازیږي، غاښونو ته اړتېا نشته". خو ټوپکسالاران بېا ټولې غوټې په غاښونو خلاصوي.

سکولاریسم خلک کتاب لوست ته هڅوی، خو جنګسالاران يي ټوپک ته رابولي. انتخاب ستاسو دی چې کوم اړخ خوښوی

16 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada