google36091df1dc448a68.html په افغانستان کې د سولې ساعت را رسیدلی دی
  • Symposium Media

په افغانستان کې د سولې ساعت را رسیدلی دی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو، او د سولې سفیر، زلمی خلیلزاد

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو وویل,"په افغانستان کې د سولې ساعت را رسیدلی،" او افغانان د دغه اوږده ناورین د پایلې حق لري.


پمپیوزیاته کړه چې،"د جمهور ریس ټرمپ ادارې او د امریکا خلکو، افغانان نه دي هیر کړي، د نهو مېاشتو په اوږدو کې موږ د سولې بهیر تازه او ژوندی ساتلی دی،".


موږ په افغانستان کې د سولې پروسې ته ژمن، او له هغه چا سره چې سولېز راتلونکی غواړي، مرستې ته چمتو یو.

د افغان حکومت سیاسي استازي هم د دریو ورځو لپاره د قطر پلازمینې دوحي ته روان دي، تر څو د طالب جنګیالیو له استاذو سره مخامخ خبرې وکړي.


په کابل کې د امریکې سفیر، جان باس، وویل،"په افغانستان کې د ناورین د ختمیدو یوازینۍ لاره د افغانانو تر مینځ ګډه ناسته، او د هغه ستونزو لپاره چې دغه ناورین يي را مینځ ته کړی دی، د حل د لارو لټول دي،".


باس په خپلو خبرو کې زیاته کړه،"زموږ د لید له زاویې څخه، دا داسي مانا لري چې افغان ـ منځی ډیالوک (خبرې اترې)، چې د ټولنې ټول اړخونه پکې شریک وي، او همدا راز، په رسمي توګه بین الافغاني مذاکرات شامل دي".


پمپیو زیاته کړه،"امریکا به د افغانانو سره د تیرو اتلس کلونو د راسته راوړنو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي."


د افغانستان جمهور ریس، اشرف غني په کندهار کې د اتل د قل اردو سرتیرو او منصبدارانو ته وویل،"زه به هیڅکله د سولې په بدل کې د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د ړنګیدو اجازه ورنکړم".


دا پداسې حال کې ده چې د امریکا د سولې لپاره استازی زلمي خلیلزاد په دوحه کې روانه اوونۍ د اووم ځل لپاره د طالب جنګیالیو له استازو سره خبرې پیل کړیدي.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada