google36091df1dc448a68.html په امریکا کې پلار له خپلې لور سره واده کړی دی
  • Symposium Media

په امریکا کې پلار له خپلې لور سره واده کړی دی

لیکوال: اسدالله شریفي

یوویشت کلنې سامانتا کریشنر خپل پلار څلویښت کلن ټراویس فیلګرو، هېڅکله نه و لیدلی. همدا و چې کرشینر له خپلې مور څخه وغوښتل چې پلار يي ورته په ګوته کړې، ځکه هغې غوښتل چې خپل پلار وپیژنې او له هغه سره د لور په څیر اړېکې ولري.


ټراویس فیلګرو او سمانټا کریشنر

په لمړیو ورځو کې، له اتلسو کلونو وروسته، د لور او پلار لیدل او پیژندل ډیر ښه پر مخ تلل، او یو له بل سره خوښ وو.

خو یو نامالوم وخت د پلار او لور اړېکې په جنسي نږدیوالي واوښتې، او همدا وو چې پلار او لور، یو له بل سره واده وکړ.

پولیسو پلار او لور د کورنۍ د نږدې غړیو سره د جنسي معمل ملې ( انسداد - زنا) په تور ونیول او محکمې ته يي کش کړل.


د Omaha World-Herald ورځپاڼې لیکلي چې"محکمې فیلګرو په دوه کاله بند محکوم کړ اود هغه د میرمنې – لور کریشنر په اړه لا کره مالومات نه دې تر لاسه شوې."


د محکمې کاغذونه ښيې چې، پولیسو له کریشنر او فیلګرو سره لمړی ځل د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمبر په مېاشت کې، د کریشنر د مور د راپور پر بنسټ خبرې وکړي.


پلار او لور پولیسو ته ومنله چې د دوی اړېکې جنسي او رومانټیکې وې، خو دواړو وویل چې دوی په رښتېا سره نه پوهیدل چې پلار او لور دې.


ایا دغه خبره رښتېا وه او که درواغ وه، هیڅوک نپوهیږي، لیکن ددوی DNA ثابته کړه چې دوی پلار او لور دي.


کریشنر پولیسو ته وویل، "زما د جنسي اړېکو بنسټ له خپلې کوچنۍ خور سره رقابت و، چې کومه خور به له خپل پلار سره د جنسي اړېکو په نیولو کې بریالۍ شې."





کریشنر پولیسو ته وویل، "زما د جنسي اړېکو بنسټ له خپلې کوچنۍ خور سره رقابت و، چې کومه خور به له خپل پلار سره د جنسي اړېکو په نیولو کې بریالۍ شې."

1,307 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada