google36091df1dc448a68.html په امرېکا کې د ۲۳ کلنې مېرمنې وژل او سوځول
  • Symposium Media

په امرېکا کې د ۲۳ کلنې مېرمنې وژل او سوځول

لیکوال: اسدالله شریفي


مېرمن میکنزې لوواګ

سالت لیک سېټې، یوټا (۲۸، جون، ۲۰۱۹) – پولیسو نن د ۲۳ کلنې میکنزې لوواک د وژلو په تور باندي یو سړی ونیو او د دغې ځوانې میرمنې په وژلو يي تورن کړ.


مېرمن لوواک په سالت کیک سېټې کې د پوهنتون د دریم کال محصله وه.


کله چې د جون د مېاشتې په ۱۷مه نېټه له کلیفرنیا ایالت څخه د خپلې کورنۍ د یوه غړې له جنازې څخه سالت لیک سېټې ته راستنه شوه، له یو چا سره يي په پارک کې ولیدل، او له هماغه ځای څخه برمته شوه.

پولیسو نن ایولا اجايي د هغې د وژلو په تور ونیو، او په رسمې توګه يي د هغې د قتل په تور متهم کړ.







د اجايي ګاونډیانو سې ان ان تلویزیون ته وویل، اجايي د خپل کور تر شا ځیني شیان د تیلو په اور کې وسوځول.


د سالت لیک د پولیسو قوماندان، مایک براون، رسنیو ته وویل چې، دوی هغه سوی ځای د فورنزیک (Forensic) شواهدو لپاره و کیند، چې پکې په مېرمن لوواک پوري تړلي، ډیر سوځول شوي څیزونه وموندل شول.


متهم وویل چې مېرمن لوواک يي هیڅکله هم نه ده لیدلې. خو په گرځندوی تیلیفون کې يي د مېرمن براوون ډیر انځورونه و موندل شول.

ځايي خلک وايي چې اجايي د امریکې له وسلوه والو ځواکونو پخوانی سرتیری، د دل (Dell) د کمپیوتر له شرکت او همدا راز د گولډمن سکز له کمپنۍ سره مامور و.

ګاونډیانو يي ویل چې دوی هیڅ باور نکوي چې اجايي دې دغه شان ناوړه عمل ترسره کړی وي، ځکه هغه یو "زیرک" انسان و. "خو انسان پیژندنه خورا ستونزمن کار دی".


د یادولو وړ ده چې په امرېکا کې دا شان زړه ښکونکې پېښې تل مینځ ته راځي.

71 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada