google36091df1dc448a68.html په تورنتو کې یو پنځوسم (۵۱) قتل یکشنبه ماښام تر سره شو
  • Symposium Media

په تورنتو کې یو پنځوسم (۵۱) قتل یکشنبه ماښام تر سره شو

اسدالله شریفي

سپتمبر ۳۰، ۲۰۱۹

تورنتو، آنټریو، کاناډا


مقتول احمد نارین

سمپوزیم مېډیا ته د تورنتو د پولیسو لخوا را استول شوی خبر زیاتوي چې د سمپتمبر په ۲۹ نېټه، ۲۰۱۹ کال د ماښام د ۷:۳۰ بجو په شا او خوا کې پولیس، د کیپلینګ ۲۷۰۰ شمېرې، یوې بېړنۍ پېښې ته ور وبلل شول.


کله چې پولیس او د بېړنۍ روغتېا کارکوونکې دغه ځای ته ورسیدل، یو سړی يي د ټوپک په مرمیو لیدلی وموند.

پولیس وايي چې، " د ټوپک د ټپونو له موخې دغه کس د پېښې پر ځای سا ورکړې وه".


وژل شوی کس، امیر نارین نومیږي چې ۲۱ کاله عمر لري. انځور يي له خبرپاڼې سره یوځای سمپوزیم مېډیا ته استول شوی دی.


پولیس له د GTA له قدرمنو ښاریانو هېله کوي که يي ۲۰۱۸ شاورلیټ ملیبو (Chevrolet Malibu) موټر چې CKDL 486 پلیټ لري، د یکشنبه په ماښام او یا د دوشنبې سهار لیدلی وي، پولیسو ته دې ژر تر ژره په 416-808-7400 شمېره خبر ورکړي.


مقتول: احمد نارین

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada