google36091df1dc448a68.html په لوګر کې نهه طالب قوماندانان ووژل شول
  • Symposium Media

په لوګر کې نهه طالب قوماندانان ووژل شول

اسدالله شریفي


له لوګر ولایت څخه را رسیدلي خبرونه ښيې چې، د څرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو نهه قوماندانان، د افغان امنیتي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت یوه ویاند، روح الله احمدزي وویل، چې په دغه برید کې د لوګر لپاره د طالبانو نوماند والي، حاجي لالا هم وژل شوی دی.


احمدزي زیاته کړه چې په نوموړي برید کې، حاجي لالا، د لوګر ولایت لپاره د طالبانو نوماند والي، د هغه دوه مرستیالان، او شمس الرحمن، د غزني، لوګر، پکتیا، او کابل ولایتونو لپاره د طالبانو د ډلې ځانګړی شوی د استخباراتي چارو مسئول، وژل شوي دي.


د احمدزي په وینا، همداراز، په دغه برید کې د طالب ډلې څلور نور قوماندانان، چې بهرني وګړي هم پکې شامل دې، له مینځه تللي دي.


احمدزي زیاته کړه چې په دغه برید که د طالب ډلې ۱۲ جنګیالي ټپیان شوي دي.



طالب ډله د افغانستان د ملي دفاع د وزارت دغه ادعا رودي.

50 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada