google36091df1dc448a68.html په هرات کې یو کس په اعدام محکوم شو
  • Symposium Media

په هرات کې یو کس په اعدام محکوم شو

اسدالله شریفي، سمپوزیم میډیا


سمپوزیم میډیا (۱۰، ۱۰، ۲۰۱۹) د هرات ولایت د استیناف محکمې یو سړی د یوې کورنۍ د پنځو غړو د وژلو په تور په اعدام محکوم کړ.


د یادې محکمې خپرپاڼه زیاتوي چې یاد شوي کس، څه موده مخکې، لمړی د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي، بیا يي په اور کې سوي وو، او بیا له قتلځای څخه تښتیدلی و.


د محکمې په خپرناڼه کې راغلي دي چې، "یاد کس څه موده مخکې له یوې میلمستېا وروسته، د شپې لخوا د خپلې ترور (خاله‎) په کور کې، چې د هرات ښار په دویمه ناحیه کې واقع دی، پاته شو، او د شپې په دوو بجو له خوب څخه پاڅید، لمړی يي د ترور میړه د چړې په واسطه مړ کړ، کله يي چې غوښتل چې وتښتي، د وژل شوي کس کورنۍ له خوب څخه بیداریږي، او دغه وژونکی کس د خپلې خاله د کورنۍ څلور نور غړي، درۍ میرمنې او یو سړی وژني ، او بیا د پیښې له ځای څخه تښتي."


د استیناف د محکمې خبرپاڼه زیاتوي چې دغه کس له نیولو وروسته په خپل جرم باندي اعتراف کړی دی او د قتل علت يي "کورنۍ شخړه" ښودلې ده.




د جزايي محکمي د دیوان په علنې غونډه کې، چې د شمس الرحمن تر ریاست لاندي پرانیستل شوه، دغه کس په "اشد مجازات یعنی اعدام محکوم شو."

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada