google36091df1dc448a68.html په ډهلي کې د هندوستان او افغانستان ګډ تاریخ فرهنګي او کلتوري اړیکو لمانځ غونډه تر سره شوه
  • Symposium Media

په ډهلي کې د هندوستان او افغانستان ګډ تاریخ فرهنګي او کلتوري اړیکو لمانځ غونډه تر سره شوه

لیکوال: اسدالله شریفي، سمپوزیم مېډېا


د افغانستان د اسلامي جمهوریت د نوي ډیلي د سفارت لخوا د شعر او غزل شپه

په هندوستان کې د افغانستان جمهوري دولت د لوي سفارت د فرهنګي څانګې لخوا د لمړي ځل لپاره په پښتو، درې او هندې ژبو د شعر او غزل شپه و نمانځل شوه.


په دغه غونډه کې د افغانستان د پښتو ژبې دې نامتو شاعرانو او لیکوالانو، سلیمان لایق او غفور لیوال تر څنګ د هندوستان شپږو کسو د پوهنتون استاذانو، شاعرانو، لیکوالانو، او د پښتو او درې ژبو څیړونکو هم ګډون درلود.


د افغانستان د پښتو ژبې نامتو شاعر سلیمان لایق

د دغه غونډې په هکله سلیمان لایق وویل، " د فرهنګي هلو ځلو او روابطو تاثیرات او نتایج نسبت سیاسي او دیپلوماتېکو اړېکو ته ډیر ژور دي". هغه زیاته کړه،" شعر د انسان د زمیر آواز دی".


د پښتو ژبې تکړه لیکوال، څیړونکی او شاعر، غفور لیوال

د دغه ناستې یو بل ګډونکوونکې د پښتو ژبې شاعر او لیکوال غفور لیوال وویل، " هند او افغانستان په یوه ګډه فرهنګي حوزه کې دوه هغه هیوادونه دې چې، د افکارو او د هنري پنځوونو یوه خورا لرغونې ګډه سابقه لري."


په هندوستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستر سفارت د فرهنګي چارو کنسول اجمل عالم زی

د دغه ناستې ترتیب کوونکي او په هندوستان کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ستر سفارت د فرهنګي چارو کنسول اجمل عالم زي وویل،"په دغه غونډه کې موږ د هند شپږ تنه لیکوالان، څیړونکي، او فرهنګیان د لمړي ځل لپاره تقدیر کړل". عالم زي زیاته کړه، "دغه کسانو تقریبا نیم عمر د افغانستان پښتو او درې ژبو لپاره خدمت کړی دی، څېړنې يي کړې دې، او زیات کتابونه يي په میراث پریښي دې.


د افغانستان د کلتور او فرهنګ وزارت لخوا د هندوستان شپږ لیکوالان په ستاینلیکونو او جایزو لمانځل کیږي

د غونډې په لړ کې د افغانستان د کلتور او فرهنګ وزارت لخوا د هندوستان هغو شپږو لیکوالانو ته چې ټول عمر يي د پښتو او درې ژبو لپاره په هندوستان کې زیار ایستلی دی ستاینلیکونه او جایزې ډالۍ شوې.


د پکتېا ولایت د ګردیز ښار زیږدلي، تکړه ژورنالیست، لیکوال، دپښتو ژبې مخور شاعر، او د بشرې حقونو مدافع، دایا سینګه انجان

همدار راز په دغه غونډه کې د پکتېا ولایت د ګردیز ښار زیږدلي، تکړه ژورنالیست، لیکوال، دپښتو ژبې مخور شاعر، او د بشرې حقونو مدافع، دایا سینګه انجان، خپل خوندور شعر ګډون والو ته وړاندې کړ:

ته له ما نه کوي کرکه، زه له تا نه کوم کرکه لار د مېنې ما نه ورکه، لار د مېنې تا نه ورکه

وایو پلار آدم د ټولو، هم حوا مور ده د ټولو

ته کړې ما ته ولې سپکه، زه کړم تا ته ولې سپکه


د هندوستان د اسلامي فرهنګ مرکز

نوموړې ادبې او علمې غونډه د هندوستان د اسلامي فرهنګ په مرکز کې جوړه شوې وه.

د غونډې ګډونوال د افغانستان او هندوستان د ملي سرودونو د اوریدلو په حال کې

غونډه د افغانستان او هندوستان د ملي سرودونو په غږولو پیل او ژبپوهانو، لیکوالانو او شاعرانو په خبرو، شعرونو ویلو، او غزل اوریدلو پای ته ورسېده.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada