google36091df1dc448a68.html حکیم اکا، پنځمه برخه: د کلي ماشومان
  • Symposium Media

حکیم اکا، پنځمه برخه: د کلي ماشومان

لېکوال: اسدالله شریفي


عکاس: اسدالله شریفي

کلیوال: حکیم اکا! ستړی مشي.


حکیم اکا: واه ه ه ه! خوار شي و دي بیرولم!حکیم اکا! حکیم اکا! څه چل دی؟ څه شی غواړي؟ تل لکه سیوری زما تر شا ولاړ وي! بل کار او روزګار نلری؟


کلیوال: ولي داسي خواشېنی برېښې؟ ونې ته دې تکېه وهلې ده. لاس تر زنې ناست يي. خیریت خو به وي؟ څه چل دی؟


حکیم اکا: هو. نن رښتېا هم چې ډیر خواشېنی یم.


کلیوال: ولې؟ ولې! خدای دې مه خپه کوه. څه چل دی؟ پوه شوم. پوه شوم. خپله معشوقه دې نه ده لېدلې. د ګدر غاړه دې تل لکه د باز تر څار لاندې وې. د کلی د ملک کاکا په کومه لور مین يي. ځکه ما ته نه وايي. ته فکر کوي چې ملک کاکا به خپله لور تا ته در نکړې. اووو ظالمه، زه خو درته شته یم. دا خو ملک دی والله چې د نایب سالار لور خو درته وغواړم. ته ماسې غږ اوچت کړه.


حکیم اکا: او خدایه رحم وکړه! عجیب زورور خلک یاست. په یو چا باندې بې ځایه تهمتونه کوی. زه مین نه یم. نه یم! نه یم! څو ځله درته ووایم؟


کلیوال: نو ولي داسې خپه ناست يي؟ څه ټکه را لویدلې ده؟ ما هم پوه کړه. هر ویر چې وې په ګډه به يي ګالو.


حکیم اکا: تا خو زه لیونی کړم. لیونی! د خپل کلي د ماشومو هلکانو او نجونو په اړه مې فکر کاوه. هیڅوک ېي په سوچ کې نه دې. هیڅوک د دوی راتلونکي ته پام نلرې. د کلي ملا یې جومات ته کشوې. پلرونه يې بزګرۍ ته هڅوې. مورګانې يې یوازې د اور لګول او پخلی ور ته ښېې. خو د دغه مظلومو ماشومانو ذهن او فکر ته د هیچا پام نشته. یوښونځی و هغه يې هم وسوځولو. هر څوک غواړې چې زوی يې قاري او ملا شي. که زموږ د کلي ټول ماشومان قاریان او ملایان شي، نو کورونه به څوک جوړوې؟ رنځورپوهې به څوک کوې؟ ځمکه خو پرته له هغې هم نشته. اوبه وچې دې. ښه ورته ځیر شه، د دغه مظلومو ماشومانو په حال د مرغانو ژړا ده. سرونه يي ببر. ‌پښې يې چاودې. پزې يې روانې دې. خیټې يي وږې دې. جامې يي څیرې دې. دا مسکینان د سبا پلرونه او مورانې دې. سبا به دوی هم زموږ په څیر خوار او زار وې.


کلیوال: حکیم اکا،‌ نن خورا جدې يي.‌ پروا مه کوه. موږ له پېړیو پېړیو راهېسي داسې اوسېدلي یو. خداي (ج) روزې رسان دی. هر څه به سم شې. ته غصه مکوه. راځه چې ولاړ شو، زموږ په بڼ کې به څه توتان وخورو. کېسې به وکړو. د زړه بړاس به وباسو. څه دې وویل؟


حکیم اکا: دا خو یو خوندور نظر دی. خو یو څه را ته ووایه. موږ به کله ویـښیږو؟ دا زموږ کلیوال ولې په داسې درانه خوب بېده دې؟ تر څو به زموږ نسلونه د نورو مزدوران وې؟ تر کله به موږ د غفلت په خوب بېده وو؟ د پېړیو پېړیو راهېسي بیده یو. زه هیڅ نه پوهېږم چې چا زموږ په کلي داسي تور جادو کړی دی.‌ د جهالت دغه جادو به څوک ماتوي؟ دغه د فقېرۍ، بېچارګۍ او مسکېنۍ زولنې به څوک خلاصوې؟


کلیوال: حکیم اکا، دا لويې لويې خبرې دې. زما خو هیڅ پرې سر نه خلاصیږي. زه خو نه لیک کړلی شم او نه هم لوست. که رښتیا درته ووایم، په زړه د ننه، خپل اولس ته سخت په غصه یم. زه د دوی له لاسه ړوند پاته شوی یم. لیک او لوست مي نه دې زده. له بهرنۍ نړۍ څخه بې خبره یم. خو باید اعتراف وکوم چې ستا خبرې خورا خوند راکوې. زه چې واده وکړم او بچیان مې وشې، هغوی به هرومرو ښونخی ته استوم. زه نه غواړم چې هغوی زما په څیر خوار او زار وې.


حکیم اکا: آه! اوس مي خوښ شوي. اوس دې زما د زړه خبر وکړه. درځه چې ځو. نورې خبرې به ستاسو په بڼ کې وکړو.

25 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada