google36091df1dc448a68.html د پښتنو ناهېلی برخلیک
  • Symposium Media

د پښتنو ناهېلی برخلیک

لیکوال: اسدالله شریفي



نن سهار مې چې خپل رنګ الوتي مخ ته په هېنداره کې وکتل، نو ته مي را په یاد شوې. له ځان سره مي وویل چې ستا رنګ به هم زما په څیر الوتی وي. ته به هم زما په شان، لکه باران وهلی مرغه په هاغه ښاخ، او دغه دیوال لګیږې. ته به هم لکه د توپاني بادونو په لاس، د مات شوي ښاخ په څیر، د سمندر په زړه کې، د وحشې څپو انتظار باسی. ګوندې وې چې دغه ځواکمنې څپې دې خپل مقصد ته ورسوي. ځکه، زه او ته د تقدیر په تله کې، په بې انصافه اړخ کې لویدلي یو. داسې برېښې چې زما او ستا برخلیک يي، په توره شپه کې، په تور قلم لیکلی وي.


د دغه بې رنګه ټالولونو په زانګو کې مې زړه ته د ډیر درد له لاسه ګونډې تمبه کړې. ناڅاپه مې ستا د زړه څړېکو ته پام شو. د دغه زورورو دردونوتر ګوزارونو لاندې مې یو نادر حقیقت ته پام شو. هغه دا چې، زما او ستا درد یو دی. نو که درد مو یو دی، هرور مرو مو درمل هم یو دی. خو پوښتنه دا ده چې زه او ته ولې د نړۍ په مختلفو کنجونو کې خوږمن ګرځو؟


دواړو لاسونه زړه ته نیولي دې، او سترګې مو په بې پایانه آسمان کې خښې کړې دې. او، د یوې ملکوتې معجزې په تمه یو. په پېړیو پېړیو، یو بل ته ډاډ ورکوو، چې نن به رڼا کېږې؛ سبا به رڼا کیږې. خو زما او ستا په اوږدو تیندکونو کې د رڼا سپرغی هم نه لیدل کیږي. داسې برېښې، چې زه او ته په ابدې خوب بیده وو. له دغه اوږد خوب څخه، زما او ستا د ویښولو څوک هم نشته.


آی، زما پښتنه وروره! آی، زما پښتنې خورې! د دغه تیندکونو د پاېلې، او د دغه اوږده خوب څخه د ویښیدو لپاره، زه او ته یوازې یوه لاره لرو. هغه دا چې په یو او بل پورې، خپلې بې ځواکه او ستومانه، منګولې خښې کړو، او یو بل له دغه هېښنده خوب څخه را پاڅوو. ځکه، زما او ستا برخلیک یو شان دی. تېاره، بې انصافه، بې عدله، او بې پایلې.

0 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada