google36091df1dc448a68.html پاپسمیر – د رحم د غاړې معاېنه
  • Symposium Media

پاپسمیر – د رحم د غاړې معاېنه

Updated: Apr 29, 2019

اسدالله شریفي، سمپوزیم میډیا


پاپسمیر د ټولو هغو میرمنو لپاره چې عمر يي له ۲۱ کلونو څخه بیا تر ۶۵ کلونو پوري وي یوه اړېنه معاېنه ده. رنځپوهان (ډاکټران) کولی شي چې د د غه معاېنې په بنسټ د رحم د غاړې د سرطانې ناروغۍ مخه ونیسي.

د پاپ سمیر معاېنه ولي اړېنه ده؟

رنځپوهان د میرمنو د رحم له غاړې ((Cervixڅخه د سلولونو نمونه را اخلي او د هغې په مټو د سرویکس سرطان مالوموي. دغه معاېنه ځکه اړېنه ده چې د سرویکس سرطان مخه په لمړیو پړاوونو کې نیسې، او میرمنو ته د کاملې روغتېا چانس ورکوي.


هغه میرمنې چې عمر يي تر ۳۰ کلونو پورته وي، رنځپوهان دوي ته په هرو پنځو کلونو کې یو ځل د پاپسمیر د معاېنې توصېه کوي.

څنګه پاپسمیر ته تیاری و نیسو؟

د پاپسمیر له معاېنې څخه دوې ورځې له مخه میرمنې باید له کوروای یا (سکس)، د مهبل د ننه مینځلو، او په مهبل د ننه د ملهم وهلو، او داسي نورو څیزونو څخه ډه ډه وکړي، چې هغه به د بیمارو سلولونو د له مینځه وړلو لامل شي.


د پاپسمیر معاینه څنګه اجرا کیږي؟

دپاپسمیر معاینه معمولا د ښځېنه رنځپوه په دفتر کې تر سره کیږي. دغه معیاینه یوازي څو دقېقې وخت نېسي. رنځپوه میرمنې ته وايي چې تر نامه لاندي جامې وباسي او ځان په یوه ځان پاک کې وپيچي. بیا میرمن د معاینې په میز پریوزي، خپلې ګونډې ټولوي، او پښې په (Stirrups- ستایرپس) يا د پښو پر ځاي باندي ږدي.


بیا نو رنځپوه یوه آله چې (Speculum - سپکیولم) نو میږي، د میرمنې په مهبل کې داخلوي. سپکیولم، د میرمنې د مهبل دیوالونه واز نیسي، تر څو رنځپوه وکولی شي چې د رحم غاړه (Cervix) په آسانه توګه ولیدلی شي. د سپکیولم داخلول شاید د خاصرې په لګن باندي فشار راوړي. بیا نو رنځپوه د میرمنې له سرویکس (رحم غاړې) څخه د یوه برس او یوې پلنې آلې په وسېله چې (Spatula- سپاچولا) نومیږي، د سلولونو نمونه را اخلي. دغه پروسه کوم درد نلري.


دغه معاېنه د میرمنو رنځپوه ته د مېرمنې د سرویکس د سرطانې ناروغۍ په اړه اړین مالومات ورکوي. وروسته له دغه معاینې څخه میرمنې کولی شي چې خپل ورځني ژوند ته ادامه ورکړي، او د معایناتو د نتیجې لپاره انتظار وباسي.

  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada