google36091df1dc448a68.html د پښتو ژبې په هکله د ناشناس څرګندونې
  • Symposium Media

د پښتو ژبې په هکله د ناشناس څرګندونې


لیکوال: اسدالله شریفي

نن پښتانه د ښاغلي ناشناس په خبرو ډیر خفه دي. د خفګان حق هم لري. ځکه ناشناس د پښتنو زوی دی. ناشناس اوس بوډا شوی دی او حافظه يي سم کار نکوي. نو د پښتو په هکله د ناشناس قضاوت ناسم دی. تر ټولو تریخ حقیقت دا دی چې پښتو د تاریخ په اوږدو کې تر برید لاندي ژبه ده. افغانستان ته د عربو له راتګ څخه بیا تر اوسه پورې پښتانه او د دوي ژبه له جدي ننګونو سره مخ دي. څوک خبر دي، شاید پښتو ځینو کړیو ته یوه خطرناکه ژبه وي، نو ځکه يي ډیری هیوادونه او ګروپونه ورکه غواړي.


د ناشناس د مرکې په هکله دغه څو ټکي اړین بولم.

لمړی دا چې، ناشناس په خپله مرکه کې وايي، "من در این مورد مطالعهء عمیق ندارم، چند تا مجله را خواندم." پوښتنه دا ده چې ناشناس په دغه موضو کې ژوره مطالعه نلري، نو بیا د تش نظر حق هم نلري. علمي موضوګانې د څو مجلو په لوستلو نه فیصله کیږي. ناشناس کولی شي چې علمي سندونه وړاندي کړي تر څو وکولی شي د نړۍ محقیقین او څیړونکي قانع کړي. په تشو ویلو او ادعاګانو ناشناس خپل قدر کموي او خپل عقل او منطق تر پوښتنو لاندي راولي.

دویم دا چې، د پښتو زوړوالی او ځوانې اړېنه نه ده. اړېن ټکی دا دی چې، پښتو په ګرامري لحاظ د نړۍ له ټولو ژبو سره سر ټکوي.‌ د پښتو ګرامر او ټکې د آلمانې، روسي، یونانې، هندي، پارسي، او د نړۍ له نورو ژبو سره سمون لري. د بېلګې په توګه، "ښ" په آلمانې، روسې، هسپانیوي،‌او یوناني ‌ژبو کې روڼ ځاي لري. همدا راز د پښتو "څ" په ټولو سلاویک ژبو کې شتون لري.‌ پښتو ښکلی شعر، په زړه پوري کېسې، له خوند څخه ډکې لنډۍ لري. د پښتو ادب په نړۍ کې له یوې ژبې څخه هم کم نه دی.


دریم دا چې، پښتو اوس د ګوګل پلټون ژبه ده. په مایکروسافټ وورډ او نورو سافټویرونو کې شامله ده. پښتانه نباید د ناشناس خبرو ته په غصه شي. پښتانه باید ملاوي وتړي او دغه خوندورې ژبې ته کار وکړي. ژبه د انسانانو تر مینځ د پوهاوي وسېله او د انسانانو د هویت نښه ده. که د ناشناس خبره رښتیا وي چې پښتو یوه ځوانه ژبه ده، نو د دپښتنو لپاره ډیر د ویاړ ځاي دی، چې سره له ټولو خنډونو،‌ دا ژبه توانیدلې ده چې په خپلو ټپې پښو تر دغه ځايه را ورسیږي. د پښتو ژبې د مخنیوي لپاره برتانوي هند، اوسني‌ پاکستان، او ایران ډیر خنډونه اچولي دي. روښانه بېلګه يي د انګلیس له وخت څخه بیا تر اوسه د پښتنو د ښونځیونو سوځول، د ښوونکو او زده کوونکو وژل، او د پښتنو پوهانو نه ختمیدونکي ترورونه دي. خو سره له ټولو بدمرغیو، پښتو ژبې په بې سارې چټکتیا سره وده کړې ده او وده کوي.


څلورم ټکی دا دی چې، آیا دا عیب دی چې پښتو فردوسي، او شکسپیر نلري؟ د نړۍ ډیری ژبې فردوسي او شکسپیر نلري. پښتانه رحمان بابا او خوشال خان خټک لري. د فردوسي او شکسپیر نه شتون په پښتو ژبه کوم اغیز نلري.


په پاي کې باید وویل شي چې، دا د ویاړ ځای دی چې پښتانه سره له ټولو ننګونو توانیدلي دي چې پښتو تر دغه ځایه پوري را ورسوي، او نویو نسلونو ته يي ډالۍ کړي. ناشناس د خپل نظر حق لري. خو پښتو د ناشناس میراث نه دی.‌ پښتو د پښتنو ژبه ده او پښتانه به يي ساتي.

64 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada