google36091df1dc448a68.html د ایران د سپاه ځواک په تور لیست کې اچول او د هغه منطقوي ګواښونه
  • Symposium Media

د ایران د سپاه ځواک په تور لیست کې اچول او د هغه منطقوي ګواښونه

اسدالله شریفي: سمپوزیم میډیا


د امریکې او ایران دښمنې اوسمهال د څلویښت کلنۍ په درشل کې ده. د ۱۹۷۹ کال د نوامبر د مېاشتې په څلورمه نېټه د ایران انقلابي ځوانانو، چې د امام د خط پلاویو په نامه هم مشهور وو، په تهران کې د امریکې په سفارت یرغل وکړ. د امریکې د سفارت ټول مامورین او ملکي اتباع يي ونیول. د امریکې د سفارت غړي ۴۴۴ ورځې په ایران کې بندیان وو. د ایران په سیاسي ادبیاتو کې دغه پېښه د (جاسوسۍ د ځالي) تر نامه لاندي هم شهرت وموند. په پایله کې د ایران او امریکې تر مینځ دغه پېښه د ۱۹۸۱میلادي کال د جنورې د میاشتې په ۲۰مه نېټه د الجزایرو د قرارداد تر نامه لاندي پاي ته ورسیده.

د څلویښتو کلونو په اوږدو کې امریکايي سیاستوالو ایران د نړیوال تروریزم د ملاتړي په تور په خپلو سیاسي ادبیاتو کې ستایلی دی، او ایران بیا امریکا د "ستر شیطان" په نامه بللې ده. د امریکا او ایران ناورین د اسرائیلو په سر هم دی. ایران په منځني ختیځ کې یوازنی هیواد دی چې د اسرائیلو نابودې غواړي. ایران په لبنان کې د حزب الله، په فلسطین کې د حماس او اسلامي جهاد د ډلو سمبالوونکی دی. چې امریکا دغه ډلو ته د تروریزم د ډلو په سترګه ګوري.


په دې وروستیو کلونو کې د سوریې څخه د ایران هر اړخیز ملاتړ، په عراق او افغانستان کې جوته لاسوهنه، او په ځینو اروپايي هیوادونو کې په تروریستي پېښو کې د ایران تورنول، او په خاصه توګه په سوریه کې د ایران بریا، امریکايي سیاستوال دې ته و هڅول چې د ایران د سپاه پاسداران د ځواک مخه ونیسي.


داسي بریښي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک (بهرنی ځواک) اعلا قوماندان قاسم سلیماني ته د ایران د رهبر آیت الله خامنهء د تر ټولو لوړ مډال ورکول، هغه ته په سوریه کې د نیابتې جګړي د بریا مبارکې وه. په دغه جګړه کې په زرګونو ایران ـ میشت افغاني مهاجرو ځوانانوهم فعاله ونډه واخیستله. د افغان مهاجرینو څخه تشکیل شوی ځواک د فاطمیون تر نامه لاندي فعالیت کاوه. د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ په ۲۹مه نېټه خامنهء وویل، "په منطقه کې د افغان جنګیالیو فعالیت د ستاینې وړ دی. خامنه اي زیاته کړه، "دافغاني شهیدانو وروڼو مقام تر نورو لوړ دی. ځکه هغوي په غربت کې په شهادت ورسیدل." په همدغه وینا کې خامنه ای دا هم وویل، "نن امریکا په غربي آسیا کې ماته وخوړله." د فاطمیون د ځواک په اړه خامنه ای زیاته کړه، "د فاطمیون جنګیالیو استقامت تر نورو ډلو غښتلی و."


د امریکا لپاره په سوریه کې ماتې خوړل د زغم وړ نه ده. نو ځکه امریکا د خلیج د عربو سره سوله وکړه. د "اسلامي تروریزم"، "اسلامي سخت دریزۍ"، او داسي نورې کلیمې يي له خپلو سیاسي ادبیاتو څخه وایستلې. سني عرب يي په خپله غیږ کې ونیول. د خلیج د عربو او اسرائیلو اړېکې يي سره نږدې کړې. داعش ډله يي ختمه کړه. او د القاعدې څرک هم نه لګیږي. د امریکې او عربو تر مینځ جوړجاړي، د ایران د مهار لپاره څه نا څه لاره هواره کړله. خو، پوښتنه دا ده چې د تروریزم په تور لیست کې د یوه رسمي ځواک لکه سپاه پاسداران شاملول به د منطقې په امنیت څه اغیز ولري؟ آیا افغانستان ته به هم د دغه اور لمبې ورسیږي او که نه؟


لکه څنګه چې ایران له طالب ډلو سره ښکاره اړېکې لري، آیا طالبان به د امریکې په ضد د ایران پلوي وکړي؟ آیا هغه شیعه ډلې چې ۴۰ کاله د ایران په دسترخوان لويې شوي دي، به په افغانستان کې د ایران په ګټه د امریکې ګټو ته ګواښ وکړي؟

د پاسنیو پوښتنو ځواب وخت ته اړتیا لري. خو، دومره ویلی شو چې په لنډ مهال کې به د منطقې حالت ترینګلی شي. امریکا به پر ایران باندي نور اقتصادي بندیزونه هم ولګوي. د ایران اقتصاد به له جدي ګواښ سره مخامخ کړي، تر څو ایران مجبور کړي چې د امریکې غوښتنو ته غاړه کیږدي. په پاي کې دا هم ویلی شو چې ایران به په آسانۍ سره د امریکا غوښتنې و نه مني.

22 views
  • YouTube Social  Icon
  • Facebook Social Icon
  • Twitter Social Icon
  • Google+ Social Icon

© 2018 -2019 Symposium Media Productions

Ottawa, Canada